د ټرمپ افغان ستراتيژي په کوم دلیل ناکامه ده؟

خالد افغان زوی

څو میاشتې وړاندې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او دده په خبره د جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړه، د نوموړي ستراتيژۍ یو پراخ تبلیغاتي مانور له ځان سره درلود، داخلي او نړیوالو رسنیو ورباندې په ورځو ورځو بحثونه وکړل او د نړۍ مهمو ورځپاڼو او نشریو ورباندې ځانګړې تحلیلي لیکنې وکړې.په افغانستان کې د جنګ او امریکایي پوځي حضور ددوام پلویانو دټرمپ له ستراتيژۍ هرکلی وکړ او هغه یې د دوی په اصطلاح په افغانستان کې د تروریزم د ماتولو او امریکایي اهدافو د ترلاسه کولو په لاره کې یوه کارنده نسخه وبلله.

خو تردې دمه چې د ټرامپ په ستراتيژۍ څو میاشتې وتلي دي راځئ یوه ګړۍ د تخیل او فرضیو له نړۍ نه راووځو او د واقعیت دنیا ته سر ورښکاره کړو چې د ټرمپ ستراتيژي په عمل کې څنګه روانه ده. آیا طالبان یې مات کړي که د افغان حکومت د ماتیدو سبب شوې؟ آیا امریکا ته یي نیکنامي ترلاسه کړې او که یې بدنامي وراړولې؟ آیا دافغانستان د خلکو لخوا یي هرکلی شوی او که له نفرت او رټلو سره مخ شوې؟ او آیا په عموم کې یې د افغانستان د جګړې وضعیت بدل کړی او که د امریکاپلوو لپاره یې د جګړې حالت نور هم وخیم کړی او خطرناک حالت ته رسولی دی؟

د ټرمپ د ستراتیژۍ د ارزولو په مقصد دې لنډکي بحث ته څو شاخصونه ږدو او بیاد هغو په محک د ټرمپ نوې جنګي پالیسي ارزوو.

لومړی: د جګړې وضعیت

ټرمپ ویلي وو چې له نوې ستراتيژۍ سره به د افغانستان د جګړې حالت پر بل مخ واوړي، طالبان به وځپل شي او امریکاپلوي دولتي ځواکونه به تهاجمي ابتکار په لاس کې واخلي. مګر موږ چې نن سبا ګورو د جګړې حالت د اشرف غني د حکومت لپاره نور هم وخیم شوی دی.د سرتیرو د تلفاتو کچه تر ټولو لوړې کچې ته پورته شوې ده، په تیره اونۍ کې رسنیو تائید کړه چې په دریو ورځو کې ۱۵۰ تنه افغان عسکر د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.سروې ګانې او اټکلونه ښيي چې دولتي سرتیرو نه یوازې د سر او مال تلفات ګاللي بلکې جنګي روحیه یې هم په بي ساري ډول ځپل شوې ده. د هیواد په مختلفو ساحو کې ولیدل شول چې د ګوتو په شمیر طالبانو د اردو او پولیسو سترې قرارګاوې تباه کړې او لسګونه سرتیري یي ووژل، په داسې حال کې چې په بګرام اډه کې د ټرامپ دستراتيژۍ له مخې د ایف ۱۶ بریدګرو الوتکو شمیر له ۱۲ څخه ۱۸ ته زیات شوی دی او امریکایي ډرون الوتکې هم شپه ورځ په هوا کې څرخیږي، خو د الوتکو دې پروازونو د دولتي عسکرو مټ نه دی هوسا کړی. جګړه د هر وخت په نسبت شدیده شوې او طالبان دپخوا په نسبت په قوي مورال، دقت او اغیزناک ډول جګړه پرمخ بیایي.

دوهم: په سیمو کنټرول

د ټرمپ د ستراتيژۍ د اعلان په تعقیب په افغانستان کې د میشتو بهرنیو پوځیانو مشرتابه وویل چې دوی به ډیر زر د افغانستان په اطرافي سیمو کې عملیات پيل کړي او طالبان به ډیرې سیمې له لاسه ورکړي. په سیمو د واک په اړه بې پرې سروې ګانې ښيي چې طالبان د افغانستان له نیمایي په زیاته اراضي کنټرول لري.

خو په وروستیو میاشتو کې که څه هم امریکایانو خپل بمبارونه او هوایي عملیات زیات کړي اما د سیمو د لاندې کولو په برخه کې کومه لاسته راوړنه نلري. بالمقابل طالبانو لا نورې سیمې لاندې کړې چې ځیني یې ټاکونکی ستراتيژیک اهمیت لري. په کندهار کې د معروف ولسوالي، په فراه کې شیب کوه او په سرپل کې د میرزاولنګ دره په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته لویدلي، طالبان په غزني کې داندړو ولسوالۍ له مرکزي ودانۍ پرته ټولې ساحې نیولي او د ولسوالۍ مرکز یې هم بشپړ سقوط ته نږدې کړی دی. له دې علاوه طالبان توانیدلي چې خپلې تر واک لاندې سیمې وساتي، هغوی په بیلابیلو سیمو کې د امریکایانو او دولتي عسکرو عملیات په شا تمبولي او د بمبارونو په وړاندې یې مقاومت ښودلی. له دې څخه ښکاري چې د سیمو د بیا نیولو په برخه کې هم د ټرمپ ستراتيژي ناکامه ختلې او د بریا څرک یې نه ښکاري.

دریم: د مردمدارۍ او ولسي ملاتړ موضوع

تجربو ثابته کړې چې د افغانستان جګړې ته په جهت ورکولو کې تر ټولو مهم تاثیرګذار عامل د عام اولس ملاتړ دی. څیړنې ښيي چې د نړۍ د لویو قوتونو په مقابل کې د بې وسلې طالبانو د ثبات او تداوم راز هم دا دی چې د افغانستان د خلکو یوه لویه کتله له دې ډلې سره خواخوږي او ملاتړ لري اوهغوی د خپلو ارمانونو ممثلین بولي. د ټرمپ له ستراتيژۍ سره هم مهال د طالبانوپه وړاندې تبلیغاتي جنګ هم زور واخیست تر څو ددې ډلې حقیقت مسخه کړي او اولس یې له ملاتړ څخه راوګرځوي.

خو که وګورو په وروستیو وختونو کې د امریکایانو لخوا د بمبارونو، چاپو او ولسي وګړو د قتل له امله په اولس کې د امریکایانو په خلاف د کرکې او نفرت کچه نوره هم زیاته شوې او بالمقابل اولس دې نتیجې ته رسیدلی چې امریکایان یرغلګر، قاتلان او متجاوزین دي او په وړاندې یې جنګیدونکي طالبان د هیواد او اولس د آزادۍ او عزت ساتونکي دي. په وروستیو میاشتو کې موږ شاهد یو چې عام افغانان د ټرمپ د بمبارونو او قتل عامونو په خلاف د خپل نفرت ښکارولو په مقصد احتجاجي مظاهرې کوي او بالمقابل د طالبانو په سیمو کې د امنیت، د بیا رغونې د کارونو او د اختطاف ګرو او غلو په خلاف د طالبانو د جدي اقداماتو له امله اولس له دوی سره نور هم نږدې شوی دی او همدا یي د وروستي ثبات او بریاوو یو دلیل هم دی.

څلورم: د سیمي او نړۍ په سطحه

د سیمي او نړۍ په سطحه هم داسې ښکاري چې طالبان له پخوانۍ سیاسي انزوا نه راوتلي دي. د سیمې په سطحه لوی منطقوي قدرتونه د امریکایانو د پوځي تګلارو په خلاف د افغان اولس مبارزه یو مشروع مقاومت بولي. طالبان په خپله کامیابه ديپلوماسۍ او مدبرانه تګلاره سره توانیدلي چې خپلو ارمانونو ته له تعهد سره سره منطقوي او نړیوالو یو شمیر معارضینو ته هم ډاډ ورکړي او د ځان په اړه یې فکر بدل کړي. چین، روسیه او د نړۍ ګڼ نور هیوادونه چې پخوا یې د طالبانو په اړه د دښمنۍ دریځ درلود اوس د طالبانو د کړنو په ځای د ټرمپ ستراتيژي تقبیحوي. په کور دننه هم ټول واقعي افغانان او هیوادپال قشر د طالبانو سره په فکري ډول نږدي شوي او د ټرمپ ستراتيژي د جنګ اوږدولو توطیه بولي.

نو چې د ټرمپ د ستراتيژۍ په نتیجه کې نه له طالبانو تهاجمي ابتکار واخیستل شو، نه د پام وړ تلفات ورته ورسیدل، نه ترې کومه سیمه ونیول شوه، نه د اولس او طالبانو تر مابین افتراق رامنځته شو او نه هم طالبان په هیوادنۍ او منطقوي سطحه منزوي شول بلکې سیاسي وجاهت یې نور هم د تکامل په حال کې دی. له دې څخه ښکاري چې د ټرمپ ستراتيژي په مطلق ډول ناکامه ده او تر اوسه هیڅ لاسته راوړنه نلري.

اشرف غني او د ګډ حکومت نور چارواکي چې د ټرمپ ستراتيژي یې د خپلې بقاء او بریا نغد زیری باله، د دې په ځای چې په تبلیغاتي باټو او ګواښونو ځان بوخت کړي، باید لږ واقعیتونه وګوري او په دې باید پوه شي چې دغه مسئله دجنګ او پردي بمبار په زور نشي حل کیدلای او نه هم دوی د آرام مخ لیدلای شي. که دوی د فشار او بمبار عملیې ته دوام ورکوي نو په مقابل کې یې طبعا د طالبانو بریدونه هم توندیږي او بیا به نو اشرف غني د حکومت چلولو په ځای روزانه تابوت په پر اوږه په هدیرو اوجنازو ګرځي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د