خبرونه

فاریاب کې درې دیني عالمان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ تله، ۱۳۹۶):د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو درې دیني عالمان وژلي او یو بل تن یې ټپي کړی دی.

د قیصار ولسوالۍ ولسوالي رحمت الله قیصاري وايي، تېره شپه د قیصار ولسوالۍ په «بوره غن» سیمه کې ناپېژاندو وسله والو درې دیني عالمان مولوي مجیب، ملا سیف الله، ملا غلام وژلي او ملا محب الله یې ټپي کړی دی.

د قیصاري په خبره، وژل شوي او ټپي دیني عالمان د ملا عبدالقیوم مېلمانه وو، چې ناپېژاند وسله وال یې کور ته ورغلي او وژلي یې دي.

تراوسه د یادو دیني عالمانو د وژنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی او نه یې هم د وژنې علت په ډاګه شوی دی.

په دې وروستیو کې د دیني عالمانو د وژنې پېښې ډېرې شوي، چې مسوولیت یې کومه ډله پر غاړه نه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Karwan

د ديني عاليمانو په وژنه کی ددولت دشمالي ټلوالي او سی ای لاس دي. څوورځی مخکي دپلچرخي په زندان کښي هم يو سياسي ديني عالم دشمالي ټلوالي دارتباطي نفرلخوا د چړي په ګوزارونو شهيد کړل شوه. دغه ټول کارونه په ايشارو او مصلحتونو کيږي. دغه بدبخته افغانان اوس بايد خپل دوست او دوښمن وپيژني. عبدالله عبدالله خو په ډيره سپينسترګي لغمان ته هم سفر وکړ. زه وايم ، هرځای ته چه دغه ناولي ځي بايد په هغه ځاي کی هغوي ګير او محاکمه شي، څکه ددغو ټولو ناخوالواوجګړو شاته دغه ناولي ددولت او شمالي ټلوالي ددالرو غلامان ولاړدي. دغه خلک… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x