
په ولسي جرګه کې د یوې وکیلې ځوان زوی ځان وژنه کړې / انځورونه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ تله، ۱۳۹۶): په ولسي جرګه کې د سرپل ولایت د یوې وکیلي زوی ځان وژنه کړې ده.
په ټولنیزو پاڼو کې د خپرو شویو معلومات پر اساس د عزیزه جلیس زوی انیل احمد تېره ورځ شنبه په خپل کور کې ځان وواژه.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني رسنیو ته د پيښې تصدیق کړی دی او ویلي یې دي چې انیل احمد د خپلې میرمنې سره تر لفظي شخړې وروسته خپل ځان په خپله په توفنګچه وویشت او ځای پر ځای ووژل شو.
په ټولنیزه پاڼه فیسبوک کې د سرپل ولایت د وکیلي عزیزه جلیس پلویانو ته په منسوبه پاڼه کې د هغې د ځوان زوی انځور نشر شوی او ورسره د خبر تایید شوی دی.

دې ته ځانمرګۍ وایي
هغه چې د اسلام فدایانو ته ځانمرګي وایي تر ټولو بې شعوره ساه کښان دي.