نظــر

د غربي اوغربپالو رسنیو بد تبلیغات دقران په هنداره کي

هر انسان چې دشهادت دوه کلمې وایې هغه”مسلمان” بلل کیږي. اوکه لمونځ کوي اوفرایض ترسره کوي هغه ” متدین اودینداره”بولي. اوکه دینداری وي او شریعت عملي کول غواړي هغه ” اسلامپال” نوموي. اوکه اسلامپال هم وي، اوکمیس پرتوګ اغوندي، ږیره هم لري هغه ” سخت دريځي” بولي. او که جهادهم کوي او په اسلامي نړۍ باندي دغرب سلطه نه غواړي هغه “تروریست او ترهګر” بولي .

داراز دغرب د تمدن چوپړیانو ته بیا عجیبه ښایسته القاب او غوره نومونه ورکوي، لکه: اصلاحات پلوه، د مدني ټولنو فعالین، وغیره . او په فرهنګي برخه کې خو هسي هم د القابو محشر جوړ وي، د سیاسي چارو کارپوه، داقتصاد ماهر، د آسیا، منځني ختیځ او … چارو ماهراو..
دا القاب چې له غربي میډیا نه اوریدل کیږې د سړي ذهن ته قرانکریم دا ایت راشي : لَتُبْلَوُنَّ فِي أَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ وَلَتَسْمَعُنَّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ أَذًى كَثِيرًا وَإِن تَصْبِرُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الأُمُورِ(ال عمران 186) ژباړه: خامخا به تاسو ستاسو په مالونو او ځانو وازمویل شئ، اوخامخا به له هغو خلکو چې ستاسو نه مخکي هغوی ته کتاب ورکړل شوی و(یهود او نصارا) او له هغو خلکو چې شرک یې کړی ده ډیرې بدې خبرې واورئ، خو که تاسو صبر وکړئ او تقوا غوره کړئ نو دا له پخو کارونو نه ده.

مفسرینو د دې ایت دنزول سبب څو کیسې بیان کړې دي، پوره تفصیل ته نشو ښکته کیدلی، د هغو کیسو ارموخه داده چې په مدینه کې یهودو او نصاراو او دمکې مشریکنو د رسول الله صلي الله علیه وسلم په اړه ناسمې خبرې او بد شعرونه خپرول، د مدینې څو یهود مشران لکه کعب ابن الاشرف اود بنوقینقاع یومشر به شاعران راغوښتل په رسول الله او صحابه کرامو پسي به یې سپک شعورنه ویل، او طبعا په دې سره رسول الله او مسلمانان خپه کیدل او زوریدل، نو د دوی د تسلي او ډاډ له پاره الله دا ایت راولیږه چې تاسو به له یهودو، نصاراو او مشرکینو ډیرې بدې خبرې اورئ: وَلَتَسْمَعُنَّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ أَذًى كَثِيرًا.

او په دې کې هم شک نشته چې د دښمن دا ډول بداوسپک القاب او له تهمتونو او تورونو ډک تبلیغات په انسان خامخا بدې اغیزې کوې، یو بل ځای په قرانکریم کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته الله جل جلاله وایې: موږ پوهیږو چې د دوی په خبرو ستا سنه تنګیږې، نو دالله حمداو تسبیح وایه، او له سجده کوونکو نه ښه، : وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّكَ يَضِيقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُولُونَ فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُن مِّنَ السَّاجِدِينَ (الحجر)
له پورتني ایت نه معلومه شوه چې دمسلمانانو پرخلاف د یهودو، نصاراو او مشرکینو سپکې خبرې او بد تبلیغات نوې خبره نده داد رسول الله صلی الله علیه وسلم له وخت نه راپیل شوې دي او دانن هم ښه په زور او قوت سره روان دي، او نن د غربي او غربپالو رسنیو په مټ د هغوی دابدې خبرې دهر مسلمان ترغوږه په ډیره اساني سره رسیږي، داراز له دې ایتونوموږ د متقابل غبرګون لاره هم معلومولی شو او هغه دا چې دهغوی په مقابل کې دمسلمانانو دفاع لازمه او ډیره مهمه ده او بل داچې په داسي حالت کې باید له صبر او زغم نه کار واخیستل شي، په دې لړ کې دیوچا په شخصیت او فکر تیری که څه هم ډیر سخت وي او سړی پاروي خو باید مسلمان د دفاع په حالت کې داسلامي پرنسیپونو او غوره اخلاقو په چوکاټ کې دننه واوسي اود غربي تهذیب له بداخلاقه او سپکخویه پیروانو سره هیڅکله باید ده اسلام غوره اخلاق او درنښت متضرر نکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x