افغانستان

کندز: د موټر چپه کېدو له کبله ۱۲ تنه مړه شوي

نن ټکی آسیا: نن مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې د يوه موټر د چپه کېدو له امله، د لسو ښځو په ګډون دوولس تنه مړه او څلور نورې ښځې ټپيانې شوې دي.
دغه پېښه نن مازيګر شاوخوا ٥ بجې، د علي اباد ولسوالۍ په مدرسه سيمه کې رامنځته شوې ده.

د علي اباد ولسوال محبوب سعيدي وايي، دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، کله چې يوې پيک اپ ډوله موټر چې يو شمېر ښځې يې د واده له مراسمو بېرته خپلو کورونو ته لېږدولې،د سړک له کرښې ووت او چپه شو.
د سرچینې په خبره، په پېښه کې لس مېرمنې، يو ماشوم او يو ١٨ کلن ځوان مړه او څلور نورې مېرمنې ټپيانې شوې دي.
ویل کېږي، چې د يادې پېښې قربانيان او ټپيان سره خپلوان هم دي او د ټپيانو روغتيايي حالت ښه ښودل شوى دى.
د علي اباد ولسوال، په داسې حال کې چې د يادې پېښې رامنځته کېدل د موټر چلوونکي ګړندى تګ په ګوته کړ، زياته يې کړه چې په دې اړه څېړنې روانې دي همدارنګه د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، چې سېمي ته یې د قربانیانو د مرستې لپاره پولیس استولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې يوه مياشت وړاندې د دغه ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې  هم یوه سیند ته د موټر د  لوېدو له امله ٢٠ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x