افغانستان

ناټو او ګډ حکومت: د طالبانو وروستي بريدونه د هغوی د کمزورۍ نښه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ تله، ۱۳۹۶): په کابل کې د ناټو قاطع ملاتړ اداره او د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې تېره ورځ د کابل پنځمه ناحیه کې د مارشال فهيم پوځي پوهنتون پر محصلينو، همدارنګه په پکتیا، کندهار، فراه او نورو سيمو کې د طالبانو مرګوني بريدونه د هغوی د کمزورۍ او د جګړې په ډګر کې ماتې نښه ده.

 د تېرې ورځې د بريد په تړاو ناټو په خپل ټويټر پيغام کې ويلي: «له دغه بريد څخه ښکاري، چې طالبان د افغان امنيتي ځواکونو په مخامخ جګړو کې مات شوي او ځکه يې دغه ډول بريدونو ته مخه کړې ده.»

د ګډ حکومت د مشر اشرف غني له دفتره په خپره شوې اعلاميې کې هم د تېرې ورځې او ورسره نور تازه بريدونه غندل شوي او زیاتوي، چې له دغو بريدونو ښکاري، چې «ترهګر څومره منزوي شوي دي.»

د ارګ يوه ویاند شاه حسین مرتضوي وویل، چې وضعيت رښتيا هم د اندېښنې وړ دی، خو ټينګار کوي، چې مخالفين نه شي کولی، پرمختګونه وکړي او سيمې لاندې کړي.

مرتضوي ادعا کړې، چې په هېواد کې له شلو ډېرې ډلې د حکومت پر ضد جګړه کوي او غواړي د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سټراټيژي ناکامه کړي.

د ولسي جرګې يو شمېر غړي او د سياسي چارو کارپوهان د حکومتي چارواکو دغه څرګندونې له خپل مسؤوليته د تېښتې په معنا بولي او ټينګار کوي، چې ناټو او ګډ حکومت د طالبانو پر وړاندې روانو جګړو او بريدونو کې پاتې راغلي دي.

 د ولسي جرګې يوې غړې ارين يون ويلي، چې د ډونلډ ټرمپ نوې سټراټيژي افغانستان لپاره ګټوره نه ده او له دغې سټراټيژي وروسته، چې افغانستان کې د بهرنيو او کورنيو ځواکونو بریدونه او چاودنې څومره زیاتې شوي، هغومره د مخالفينو پرمختګونو کې زیاتوالی راغلی دی.

د کابل پوهنتون استاد او د سياسي چارو کارپوه ډاکټر فیض محمد ځلاند وايي، چې ګډ حکومت په لوی لاس غواړي افغانستان د ترهګرو په مرکز بدل کړي او د خپل واک ساتلو لپاره د نړيوالو په ذهن کې په ناسمه توګه دا خبره ورکوي، چې افغانستان کې له شلو ډېرې ډلې جګړه کوي.

يوازې په تېرو پنځو ورځو کې طالبانو په پکتیا، غزني، کندهار، فراه، بلخ او نورو ولايتونو کې په ډله ییزو بریدونو او چاودنو کې سلګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې، خو حکومت او ناټو بيا هم وايي، چې طالبان کمزوري شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د وروستي بهرني پوځي تر شتون او اسلامي حکومت تر راتلو به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او د امريکا په ګډون د نړۍ هېڅ ډول فشار دوی نه شي اړ کولی، چې له خپلې مبارزې لاس پر سر شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

د حماقت او خند وړ خبره !!!! چه دوی وایی [[[ د طالبانو وروستی بریدونه د طالبانو د کمزورۍ نښه ده ]]] که طالبانو لاسونه تړلی وی ، بریدونه نه کوی لا وسله په زمکه کیږدی او د کابل د غلامانو اداری په شان د غلامی ځنځیرونه په غاړو کی واچوی په ناموس ، خاوره ، خلکو یی تیری کیږی او خپلواکی په بلواکی بدله شوی [[[[ بیا به طالبان پیاوړی وی ؟]]]] د کابل د غلامانو او بادارانو پیاوړتیا او قهرمانی دا ده (((( چه په بی ذفاع او بی ګناه خلکو له اسمانه مور بمونه او پلار بمونه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x