نړۍ

ټرمپ : که ټولنیزي رسنۍ نه وای زه به هم ولسمشر نه وای

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ تله، ۱۳۹۶):ټرمپ چې د خپل عادت له مخي سهار يا ماښام مهال پر ټويټر پاڼه کوم پوسټونه کوي زياتره يې د خپل سیاسي مخالفينو د ځپلو اړوند وي ، که څه هم له نوموړي په وار وار په ټولنيزو رسنيو کې د فعاليت را کمېدو غوښتنه شوې خو دی د چا خبر نه اوري.

له فوکس بېزنس نيوز سره د امريکا ولسمشر ټرمپ په يوه مرکه کې ويلي چې ولسمشرۍ ته د رسېدو لپاره يې تر ټولو ډېر کار له ټولنيزو رسنيو اخیستی.

نوموړی وايي که مي ټولنيزي رسنۍ کارولي نه وای نو زه به هم اوس د امريکا ولسمشر نه وای.

ټرمپ په مرکه کې عامي رسنۍ (نا انصافه ) بللي او زياته کړې يې ده چې له اولس سره د خبري کولو لپاره ټولنيزي رسنۍ فعال رول اداء کولای شي.

انسټګرام ، فیسبوک او ټويټر اکاونټونه ټرمپ د خپلي ستري سرمايي يوه برخه ګڼلې او په وينا يې که یاد اکاونټونه نه وای نو ولسمشرۍ ته د نوموړي رسېدل هم ناشوني وو ځکه ده وکولای شول چې له خلګو سره هره خبره پرته له کوم تغیره په مستقیم ډول شريکه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x