غزل

شرافت ویاړ

را تاو چې دې د سترګو له حرم دي مجاهده!
کاږه واږه باڼه دې محترم دي مجاهده!

جالبه ده د مات زړه په زخمو بلا اثر کا!
دوا دې سپېرې خاورې د قدم دي مجاهده!

زموږ کلي ته ډېر راځه طالبه چې څېرې مو!
شبابې شي د حسن له شبنم دي مجاهده!

کمین نه چې راځې د کلي منځ کې مه تېرېږه!
کږې تا پسې پېغلې مو د چم دي مجاهده!

د وچو او سپېرو شونډو دعاء ده شرافته!
ژوندی دې یې قربان مه راځه غم دې مجاهده!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د