fbpx

ډیموکراسي او د هېواد روانه غمیزه

ابو یاسر

دا دی ۱۶ کاله وشول چې ډیموکراسي پر هېواد مسلطه ده، خو د ولس د فلاح او پرمختګ لپاره ټک کار نه دی شوی بلکې د ولس وژنه او لوټَوَنه دوام لري، امریکا د خپلو لاسپوڅو په مرسته زموږ د ولس عام وژنې ته دوام ورکوي او د کورنیو چارو د وزارت لۀ خوا په هرو څلورویشت ساعتونو کې د ۲۰۰ او ۲۵۰ تنو شکمنو ترهګرو(ولسي وګړو) را پورونه ورکول کېږي ( (د ولس وژل کېدونکي وګړي، کوم چې امریکا او ملګري یې وژني، ټول ترهګر نومول کېږي او د وژلو یواځنی دلیل یې همدا د شکمن ترهګر تور دی بل څه نه)).

فقر او نا امني اخري حد ته رسېدلې، چې د ارګ له خیاطانو د دې حالاتو په اړه وپوښتې وایي: نو دې هېواد کې ۴۰ کاله جګړه تیره شوې دومره ژر په کې تبدیلي نه راځي او وخت ته اړتیا ده!!

مګر د طالبانو شپږ کلنه دوره به د نمونې په توګه یادوي او وایي چې ملایانو په ۶ کالو کې هیڅ کار و نه کړ!! عجیبه قضاوت دی، له تاسو سره د نړۍ ۳۹ هېوادونه عملاً مرستې کوي او تر سپږمو په ټیکنالوژۍ سمباله امریکا او ناټو مو تر شا ولاړه ده، د ملګرو ملتونو اداره مو بشپړ ملاتړ کوي، په زرګونو میلیارده ډالر درته راغلل، خو تاسو افغان ولس ته پرته له فحشا، ارتداد، قومي تعصبونو، ایډز او فقر بل څه ور نه کړل، خو په طالبانو د نړیوالو لخوا بندیزونه، د امریکا لخوا حملې، د ایران، هند روسیې له خوا د طالبانو پرضد د شمالي ټلوالې مالي، نظامي او سیاسي ملاتړ او… دا ټولې ستونزي چې طالبان ورسره مخ ول تاسو بیخي له پامه غورزولي او پرې نیوکه کوئ چې کار یې نه دی کړی!!

هغه وخت د چا لخوا مرسته او کومک خو بیخي ممکنه خبره نه وه، دا نو څنګه قضاوت دی چې د طالبانو ۶ کلنه دوره دې د کرزي او اشرف غني له دورو سره پرتله شي؟؟

د طالبانو لخوا ولس ته بشپړ امنیت او د هېواد د سرحدونو بشپړ حفاظت هغه سترې ډالۍ وې چې په نشت امکاناتو یې ولس ته وړاند‌ې کړې وې، د شرعي حدودو عملي کولو سره یې د اخلاقي او جنایي جرمونو کچه تر صفر رسولی وه، د کوکنارو کښت یې صفر ته را ښکته کړی ؤ، خو په هر حال که د هغوی لپاره د نړۍ له خوا په جوړو شوو ستونزو او د دې باوجود ولس ته په خپله دوره کې د هغوی په خدمتونو خبرې کوو، نو دا موضوع د یوې لیکنې په لمن کې را ټولیدای نه شي، بلکې دا نو د کتابونو کیسه ده؛ دلته د بحث وړ اصل موضوع داده چې ډیموکراسۍ خو له دې ولس نه حیا او ژوند دواده اخیستي، د دې ولس لپاره یې دومره مصیبتونه جوړ کړي چې په تیرو ۴۰ کالو کې دومره مصیبتونه ورته چا نه ؤ جوړ کړي اخر د دې منحوسې ډیموکراسۍ ګټه څه ده؟؟

عاقلان په دې پوهیږي چې د پانګه وال غلام رژیم بلواک چارواکي ولې دې ولس ته کار نه کوي، مګر بدبختي ده هغو لره چې لا هم په ډیموکراسۍ فخر کوي او د اشرف غني غوندې مفسدینو ته د هېواد او ولس د خادم په نظر ګوري؛ نېکبخته دي هغه څوک چې د خپل دین او هېواد دا ازلي دښمنان یې په سمه توګه پیژندلي او د نړیوال کفر په شومو اهدافو، غولوونکو وعدو او شیطاني دسیسو یې سر خلاص دی، زه به دومره ووایم چې د ډیموکراسۍ او ډیموکراتانو او په ځانکړي ډول د اوسنیو ارګبګیانو او د ارګ له خیاطانو څخه د خیر تمه پرته د ځان له تېر ایستلو بل څه نه دي، راځئ چې د خپل راتلونکي په هکله په خپله تصمیم ونیسو او نور له اشغال، شیطاني ډیموکراسۍ او مکارو چارواکو څخه د خپل واک او برخلیک د بېرته تر لاسه کولو او د دوی له شرارتونو څخه د خپل هېواد د آزادۍ لپاره په پوره اخلاص او مېړانه مبارزه وکړو.

د ګران هېواد د خپلواکۍ او دلته د اسلامي نظام د راتګ په هیله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د