poor woman soldier

له بې وزلو سره د مرستې لارې چارې

د کال ۱۹۵۶م له (الاذاع) له مجلې نه د شیخ علي الطنطاوي یو ښایسته مضمون درته راژباړم چې زموږ داولس دخوارو او غریبو وګړو له پاره ډیر ګټور شیان په کې دي، دی لیکي: بیګا په توده خونه کې ناست وم، اوربلېده زه په خپل ارام لاندېستوني ناست وم دیوې موضوع په اړه مي سوچ کاوه چې څه پرې ولیکم، ډیوه مي څنګ ته وه تلیفون هم نږدې راته اېښی و، اولادونه مي هم په لیکلو بوخت وو او مور یې څنګ ته ناسته وه وړۍ یې ورېشلې، موږ ټولو د ماښام د ډوډۍ غم لنډ کړی و ښه پرېمانه مو وهلې وه، هرڅه او ټول نعمتونه راته رسیدل او دهیڅ شي کمي هم نه وه،

له ځانه سره مي ورو وویل: ( الحمدلله) وروسته مي فکر کاوه چې دالله حمد او ثنا ویل دژبي خبره نده که څه هم زر ځله تکرار شي، دالله په نعمتونو حمد او ثنا ویل داده چې دانعمتونه یوڅه اړو او محتاج خلکو ته ورکړل شي، د شتمن حمد او ثنا فقیرانو ته ورکړه ده، د پیاوړي حمد او ثنا دکمزوري لاسنیوی ده، د روغ حمد داده چې له ناروغ سره مرسته وکړي، د واکمن حمد داده چې له ولس سره عدل او انصاف وکړي، نو زه به څنګه دالله حمد ویوونکی یم چې زه او اولادونو مي ماړه او تاوده یو او ګاونډی مي وږی او یخنیولی وي؟! که زما ګاونډی له ماڅه شی نه غواړي ماته لازمه نده چې پوښتنه یې وکړم؟

میرمنې مي وپوښتلم چې دڅه شي فکر کوې؟ ما پخپل فکر کې راغلې خبرې ورته بیان کړې، هغې وویل: سمه ده خو دالله بندګانو ته هغه کافي دی، ته خو دومره لرې چې دهغوی په غم کې شي نو ځان به فقیر او غریب کړې، ماورته وویل: که زه شتمن وی هم هغوی مي نشوی شتمن کولی خو اوس زه ګذاره حال یم سهار او ماښام مي ګذاره روانه ده زما مطلب دانده چې هغوی غنیان او شتمن کړم، دلته خبره نسبي ده، زه نسبت ملیونرانو ته بیخي فقیر او غریب یم خو دهغه کارګر په نسبت شتمن یم چې هغه ایله دومره ګټي چې ماښام یې وڅټي، اودا کارګر بیا نسبت هغې کونډې ته غني دی چې هغه دګټې وټې هیڅوک نلري او دسهار او ماښام وچې ګولې ته حیرانه وي، داراز هغه ډیره دنیا لرونکی ترهغه ډیره لرونکي ته نسبت فقیر دی نو په دنیا کې مطلق شتمن او مطلق غریب نشته.

تاسو به وایئ چې نن طنطاوي فلسفي شوی دی، نه زه فلسفي نه یم زه وایم په موږ او تاسو کې هر نر او ښځه له ځان فقیر او مسکین موندلی شي، که ستا په کور کي پنځه ډوډۍ اوساده نږولی وي ته کولی شي یوه ډوډۍ داسي چاته ورکړې چې هغه هیڅ نلري او نهر ناست وي، دا راز چې څوک په کور کې غوښې او زیاته ډوډۍ لري هغه کولی شي همدې د پنځو ډوډیو او ساده نږولي وال ته یوڅه ورکړي، دا راز یو څوک څلور پنځه جوړه موښلې او زړې جامې لري هغه دي یو جوړ هغه جاته ورکړي چې یوه زړه جامه یې په تن وي، او که څوک زیاتې جامې لري او دنویو وس هم لري هغه دې همدې دزړو جامو وال ته یوه جوړه ورکړي، ستا پخپلو جامو کې به یو جوړ زړه جامه وي هغه به تاته دکارولو نه ښکاري خو داسي څوک به وي چې دا جامه به دهغه له پاره داختر په ورځ دکارولو له پاره مناسب وي، یوڅوک په میاشت کې لس شل زره ګټه کوي بل دومره ګټې چې سهار او ماښام یې هم نه بس کیږې نو دا دزرهاو ګټونکی که دې کس ته په میاشت کې څو سوه ورکړي دهغه به ګذاره پرې وشي او ده ته هیڅ کمي نه ورکوي.

تاسودا فکر مه کوئ چې یو چاته ورکړه به ستاسو مال اوشتمنې کمه کړي، په الله قسم چې د دې ورکړې بدل به الله له اخرت نه مخکي په دنیا کې درکوي، دا زما تجربه ده دا دیرش کاله زه خپلو اولادونو ته په خواري بوخت یم او له خوارانو سره مرسته هم کوم، زه دنیا نه جمعه کوم له ځانه زیات مال خوارانو ته ورکوم میرمن مي راته وایې: سړیه یوڅه پیسې جمعه کړه چې ځان ته یو کور پرې واخلو، زه ورته وایم الله ته به ځان سپارو، تاسو پوهیږئ څه وشوو؟

ما خپل ټول زیات مال په مسکینانو باندي په وېشلو سره دالله په بینک کې راته جمعه کاوه {كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنْبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنْبُلَةٍ مِّائَةُ حَبَّةٍ} لکه دیوې دانې په څیرچې اووه وږي راشنه کړي، په هر وږي کې سل دانې وي. له الله سره جمعه کیدونکی مال تردې هم زیاتیږي او چاته یې که خوښه شي ورته دووه چنده یې کوي {وَاللَّهُ يُضَاعِفُ لِمَن يَشَاءُ} ماته زما د دمښق یوه ملګرې د کور جوړولو له پاره پسې راکړي یوه بل په ډیر کم وخت کې مي کور تیارشو او وروسته په ډیر لنډ وخت کې الله توفیق راکړ چې دهغه لګري پورمي اداکړ. په باور سره ویلی شم چې هروخت مي څه ضرورت پیدا شوی ده په ډیر لنډ وخت کې هغه ترسره شوی او او الله له داسي لارو روزي راته رسولي چې ما یې هیڅ ګومان هم نه کاوه، خو ماهم خپل زیات مال هروخت دالله په دې خوندي او زیات ګټور بینک کې جمعه کړی دی یعني په خوارانو او مسکینانو مي لګولی ده.

ایا په دنیا کې به داسي عاقل وي چې هغه دالله دا ګټور بینک پرېږدي او دمخلوق له بینک سره تعامل پیل کړي، دمخلوق بینک 5% ګټه ورکوي هغه هم کرامه او ډیر ځله یې د ورکیدلو او تاواني کیدلو شونتیا هم وي، اود الله بینک په زرهاو ګټه ورکوي نه دچا مال تاواني کوي او نه یې ضایع کوي، نومطلب دا چې دالله له پاره په مسکینانو لګښت دالله په بینک کې جعه کیږې او هغه له اخرت مخکي په دنیا کې هم انسان ته ګټه ورکوي، زما د دې خبرې پریمانه بیلګې شته او زموږ په شاوخوا کې دا ډول ډیرې پیښې رامنځته شوي دي.

مسکینانو ته د ورکړي په مهال یوه بله خیره ډیره ضروري ده او هغه دا چې هر مسکین او له هرکمزوري سره د مرستې په مهل له هغه سره په ورین تندي مخامخ کیږئ، که یوچاته ډیر شی په تریو تندي او تکبر سره ورکړې له هغه نه دا ډیره ښه ده چې کم شي په ورین تندي او عاحزي سره ورکړې، کیسه کا چې یو وخت په یوه جومات کې یو سوالګر ناست و خلکو مرستې ورسره کولې، یوځوان یې دمرستې له پاره څنګ ته ودریدی او چې جیب ته یې لاس کړ د جیب سامان یې په کور کې پاته و نو په ډیر عذر سره یې سوالګر ته وویل چې وروره هیله کو خپه نشي زه تش جیب یم دجیب سامان مي رانه پاته ده سوالګر ورته وویل: ګرانه ستا دل رښتیني عذر له ډیر مال نه غوره او ښه ده.

زما یوې کوچنۍ لور یو وخت په روژه کې یوچاته یوڅه خواړه په یودوو لوښو کې ورکول ماورته کړه لورې دلته راشه ، نو ورته ومي ویل:له دې لوښو سره دسترخوان د خوړو نور لوازم اوبه او پاک ګیلاس هم یوځای کړه او بیا یې مسکین ته ورکړه په دې توګه به هغه داسي احساس کړي لکه یو دروند میلمه او اوس چې ته هسي په یوه لوښي کې هغه ته خواړه رسول غواړې په دې سره به هغه فکر وکړي چې دوی په ما دیوه ستروږي سوالګر ګومان کوي. نو له سوالګر سره په تعامل کې دوو شیانو ته توجه مهه ده یو دا چې خامخا باید څه ورکړل شي او بل داچې دا ورکړه باید په ینه او ورین تندي سره وي، که سوالګرته هیڅ هم ورنکړې او په ورین تندي عذر ورته وکړي دا په تکبر او تریو تندي سره له څه ورکړي سره برابرچلند ده د سلفو علماو په اړه راغلي دي چې یوه ته یې یو وخت یو سوالګر راغی خو دده په کور کې څه نه و نو له کوره یې تار او ستن را وایستل او سوالګرته یې په ډیر عذر سره وویل چې باور وکړه په کور کې هیڅ هم نه لرم دوره وس لرم چې شلیدلي جامې در وګنډم ، سوالګر ورته کېناستی او جامې یې ور وګنډلې.

لنډه دا که څوک غواړي الله له ده نه قوي او شتمن د ده تابع وګرځوي نو له ځانه کمزوري او فقیر سره دي مرسته وکړي، موږ هر یو باید ځانونه دبل پرځای وګرځوو، هرڅه چې ځان ته خوښوو هغه بل ورور ته هم خوښ کړو، دالله نعتونه په شکر سره زیاتیږې او بې له شکه د الله نعمتونه په شکر اېستونکو خلکو پسي منډي وهي، او شکر یواځي په ژبه سره نده بلکي دشکر له پاره عمل ضروري ده او دعمل شکر مهم ده الله جل جلاله خپل خواږه پیغبر داود علیه السلام ته وایې: اعملوا آل داود شکرا وقیل من عبادي الشکور، ای د داود کورنۍ دشکر عمل وکړئ او زما ډیر کم بندګان شکر اېستونکي دي، که یوڅوک تسپې په لاس کې ونیسي او زر ځله (الحمدلله) ووایې خو دی شتمن وي او سخا او جود نه کوي، دی واکمن وي له رعیت سره عدل نه کوي، داسړی د الله حمد ویونکی ندی دا ریاکار او دروغژن دی. نو دالله په نعمتونو شکر او دالله حمد لازمي ده خو عملي شکر او عملي حمد.

لیکنه : شیخ علي الطنطاوي

ژباړه: حامد افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د