خبرونه

بدخشان: پنځه زره کورنۍ له طبیعي پېښو له ګواښ سره مخ دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ تله، ۱۳۹۶):د بدخشان چارواکي وايي، د بدخشان په  جلا ـ جلا سیمو کې ۵‌زره کورنۍ له طبیعي پېښو له ګواښ سره مخامخ دي.

د بدخشان د والي مرستیال ګل‌محمد بیدار وايي، د ۴۰ کلیو نږدې پنځه زره کورنۍ د ځمکښویېدنې، واورې ښويېدنې، اورښتونو او نورو طبیعي پېښو له ګواښ سره مخ شوي، چې د ژمي د راتګ څخه مخکې به یې خوندي سیمو ته ولېږدوي.

د بیدار په خبره، له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي کمېټې د یادو کورنیو لړلیک کابل ته لېږلی، چې خوندي ځایونو ته ورسول شي او بېړنۍ مرستې ورسره وشي.

د بدخشان ځايي خلک هم وايي، چې د ژمي له راتګ مخکې باید نورو سیمو ته ولېږدول شي، چې د طبیعي پېښو څخه خوندي شي او مرستې هم ورسره وشي.

د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس سید عبدالله دهقان وايي، تراوسه یې د ۷ کلیو خلک خوندي ځایونو ته لېږدولي او د پاتې شویو کلیو خلک به هم خوندي ځایونو ته ولېږدوي.

د هقان په خبره، په تېرو څو کلونو کې یې د ۸۰۰ کورنیو لپاره په خوندي ځایونو کې استوګنځایونه جوړ کړي او دغه لړۍ تراوسه روانه ده.

بدخشان یو د هغو ولایتونو څخه دی، چې سخت سوړ ژمی لري او ډېرې واورې پکې هم وریږي.

بدخشان کې هر کال د واورې ښوېیدنې له امله سلګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

تېرکال هم بدخشان یو له هغه ولایتونو څخه وو، چې د واورې ښوېیدنې له امله پکې ډېر خلک ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x