افغانستان

ملي امنیت لغمان کې د طالب ورور په جرم یو شپاړس کلن ماشوم نیولی

نن ټکی آسیا: طالبانو د ملي امنیت د لوی ریاست له لورې خپرې شوې خبرپاڼې ته په غبرګون کې د یوه نیول شوي ماشوم په اړه جالب ټکي او تازه معلومات څرګند کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی آسیا ته په را استولې خبرپاڼه کې د ملي امنیت د محلي چارواکو هغه څرګندونې په کلکه رد کړې، چې ګواکې په لغمان کې یې یو شپاړس کلن ماشوم چې د سرتېري برید هڅه یې کوله، له برید مخکې ژوندی نېولی دی.
د طالبانو خبرپاڼه کاږي، چې :« څو ورځې مخکې د غلامې ادارې  مزدورو عسکرو د لغمان ولايت  دمرکز مربوط (نالاوۍ) سیمه کې په اصطلاح تصفيوي علمیات کول چې د ګڼو ملکیانو په څنګ کې يې يو شپاړس کلن ماشوم (خالد دسیداګل زوی)هم له کوره په دې تور بوته چې د هغه يو ورور عبدالناصرڅه موده وړاندې د لغمان د حيدر غره په سیمه  کې شهيد شوی او مجاهد وو.
وروسته له دې چې دغه هلک له خپله کوره  داستخباراتو لخوا یوړل شو، نن يې ادعاوکړه چې  ګڼې دغه ماشوم  دوی د فدايي بريد په مهال نیولي ده.
دښمن د خورا وارخطايي او کمزورۍ په حال کې  هڅه کوي د مجاهدينو په ضد پروپاګند خپور کړي  او بد تصور رامنځ ته کړي.»
طالبانو همداراز هغه ګنګوسې هم په سختو ټکو غندلې، چې ګنې د دوی په ځینو بریدونو کې له ماشومانو کار اخیستل کېږي او په دې باب یې ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې د دوی په لیکو کې د ماشومانو پر استخدام او فعالیت سخت بندیز او هېڅوک ترې د سرغړونې حق نلري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x