د طالبانو وروستیو پرله پسې بريدونو حکومت وارخطا کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ تله، ۱۳۹۶): طالبانو يو ځل بيا د پلازمېنې کابل په ګډون په ټول هېواد کې خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی، چې له امله يې د ګډ حکومت ملکي او پوځي چارواکي له سختو ننګونو او وارخطايۍ سره مخ شوي دي.

د تېرو شپاړسو کلونو راهيسې طالبانو د هېواد په ګڼو برخو کې لسګونه ځله داسې بريدونه کړي، چې دولتي عسکرو ته يې په کې پرېمانه مرګ ژوبله اړولې، خو د ګډ حکومت په راتلو، چې اشرف غني ټول ټینګار د مخالفینو په ځپلو کړی، تر هر وخت د دولتي عسکرو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

يوازې تېره اوونۍ د پکتیا پر امنيه قومندانۍ د طالبانو ډله ییز بريد کې د امنيه قومندان جنرال توریالي عبدیاني په ګډون پنځوس کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل وو، خو د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې په دغه برید کې يې ۲۷۷ قومندانان او عسکر وژلي او ۱۶۲ نور يې ټپيان کړي وو.

 له دې پېښې یوه ورځ وروسته د کندهار په میوند ولسوالۍ چشمو سيمې کې طالبانو د دولتي عسکرو يوه قرارګاه په بشپړه توګه له منځه وړې، چې شاوخوا اويا عسکر يې په کې ووژل.

تېره ورځ يې د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې د مارشال فهيم پوځي پوهنتون د محصلینو موټر په نښه کړ، چې له امله يې لږ تر لږه پنځلس پوځي محصلين ووژل شول.

د پوځي او سیاسي چارو کارپوهان وايي، چې د طالبانو په بريدونو کې د عسکرو ډله ییزه وژنه که يو لور ته د عسکرو بشري ځواک له منځه وړي، په ورته وخت کې يې د ګډ حکومت د پوځي او ملکي چارواکو روحیه هم ځپلې ده.

د نظامي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل ویلي، چې د عسکرو ډله ییزه مرګ ژوبله د پوځيانو روحیه له منځه وړي او له همدې امله ګڼې سيمې د طالبانو لاسونو ته لويږي.

د پوځي چارو شنونکي وايي، چې د عسکرو د مرګ ژوبلې يو لامل دا دی، چې د دفاع وزارت لوړپوړي افسران د جګړې ډګر ته نه ځي او يوازې عام او ټيټپوړي افسران جګړه اداره کوي، چې له امله يې د عسکرو مرګ ژوبله په بې ساري توګه مخ پر زیاتېدو ده.

د شنونکو په وينا د ګډ حکومت چارواکي داسې مورال لوړوونکي درسونه او تلوسې نه لري، چې خپل پوځيان پرې د جګړې اولې کرښې ته تشویق کړي.

د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی وايي، چې اوس جګړه د الله اکبر او شرابي بوتليانو تر منځ ده.

دی وايي: «زموږ عسکر د شرابو بوتل په لاس جګړه کوي او په مقابل کې يې هغه ځوانان دي، چې د خپل هېواد د ازادۍ په موخه د الله اکبر ناره وهي، نو طبیعي خبره ده، چې دغه جګړه به هغه څوک ګټي، چې په ديني روحيه جګړه کوي.»

د مشرانو جرګې يو غړی هاشم الکوزی هم وايي، چې حکومتي عسکر واحده قومنده نه لري او افغان ولس يې پر وړاندې جګړه کوي.

 د ولسي جرګې بل غړی عبدالستار خواصي وايي، چې حکومت او بهرني ځواکونه په لوی لاس داسې کارونه کوي، چې عام افغانان د طالبانو ملاتړ ته وهڅوي او جګړه نور هم زور واخلي.

خواصي ويلي، چې «موږ د هغه چا لاس او پښې مچوو، چې د بهرنيو ځواکونو پر ضد جنګيږي.»

د ولسي جرګې ښځينه غړې ارین یون وايي، چې د ټرمپ نوې سټراتيژي د افغانستان او افغانانو په زیان ده او څومره، چې جګړه زیاته شوې، همدومره طالبانو پرمختګونه زیات شوي او ګڼې سيمې يې لاندې کړي دي.

په ورته وخت کې حکومت لا هم ټينګار کوي، چې د سولې لار نيولو پر ځای به جګړو ته دوام ورکړي.

د ولسمشر غني سلاکار او د سولې شورا د دارالانشا مشر اکرم خپلواک ځينو کارپوهانو ته ګواښونه کړي، چې په ټلویزوني بحثونو کې داسې خبرې و نه کړي، چې روانې ستونزې باید د جګړې پر ځای په سوله ییزو خبرو حل شي.

خپلواک وايي، که ټلویزوني بحثونو کې د سولې خبرې ډېرې شي، بيا دولتي عسکر سمه جګړه نه کوي.

افغان خبریال غلام جیلاني ځواک وايي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوې سټراټيژي د سولې پر ځای په جګړې ټينګار کوي، ولسمشر غني هم دغه پاليسي مثبته بللې، په داسې حال کې، چې د نوې سټراټيژي له اعلان سره د عامو افغانانو مرګ ژوبله هم په بې ساري توګه زیاته شوې ده.

شنونکي ټینګار کوي، چې حکومت باید د جګړې د زیاتولو پر ځای د سولې په لارو چارو فکر وکړي او تر اوسه يې، چې دغه جګړه ونه ګټله تر دې وروسته يې هم نه شي ګټلی.

2 تبصرې

  1. ### اکرام خپلوکه، غني ته دجګړی پر ځاي دسولی مشوره ورکړه. په جګړه که وي خو دا ۱۶ کاله کيږی چه جنګيږي او هيځ مو په لاس رانوړل، يوازي ولس وژنه مو شروع کړی. تاسو لږ وجدان ته سر ټيټ کړی. دغه عسکر او ستاسو په اصطلاح مخالفين چه هره ورځ وژل کيږی، دغه ټول دهمدي هيواد اصلي بچيان دي.
    يواځي سوله دوي ته د مرګ څخه نجات ورکولي شي. اما نه ستاسو سترګي ړندي او ضمير مو دالرو دروژلي او په جګړه کښي خپلي ګټي لټوي.
    ### انسانه تاسو چه دجګړی چيغي وهي او خلک تهديد کوي ، چه ګويا دسولي خبري په تلويزيون کښي مه کي، نو بيا تاسو لعنتي دسولي په شورا کښي څه
    کوي، ولاړشه دعسکرو سره يوځاي په جبهه کښي وجنګيږي. لعنت دخدای دوي په داسي افغان دوښمنه اعناصرو. دافغانستان دازادي په هيله. کاروان

  2. د ملک صمت الله خان وراره ته ، چې داشغال په اولو ورځو کې cia په ۵۰۰۰۰ ډالره یو کور په وزير اکبرخان کې ورته
    کرایه کړی وو ، شپه او ورځ به له دې کور څخه په ملکانو او خانانو دالر ویشل کيدل تر څو چې دې هر خوار بې وسلې
    طالب پته له دې کور څخه ورکړي او په ګوته يې کړي ! هغه وو چې اشغالګروپه طالبانو داسې ظلمونه شروع کړل چې په تاریخ کې ندي تیر شوي!!
    خو دنر زامن پرې راپورته شول او اوس سپاړې ترباسي نو د سې ای اې اجنټ اکرم به خد داسې بې مانا خبرې ک
    وي لکه دې خپل متفکر درواغ !!

    طالب داسې وایې :
    ٫٫ زما ملک صلیبیانو اشغالکړی دی، نو ماته دوه لارې پاتې دي چې یوه یی شهادت ده او بله
    یې غلامي ده !!٬٬
    ته څه فکر کوې اکرمه ! لکه ته چې اول د روس او اوس د صلیبیانو دالري غلام يې
    نو طالب به هم د صلیبیانو داسې غلامي کوي ؟ نه نه نه هيڅکله هم نه !!
    انشاالله هغوی به خپل ملک ازادوي او ستا او دنورو لنډغرانو د حساب ورځ به راځي !!!

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.