فاریاب کې شپږ پاڅون‌وال طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ تله، ۱۳۹۶): د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، په پښتون‌کوټ ولسوالۍ کې شپږ پاڅون‌وال طالبانو ته تسلیم شوي او خپلې ټولې وسلې او مهمات یې هم طالبانو ته سپارلي دي.

د پښتون‌کوټ ولسوالۍ ولسوال میرویس سیدزوی وايي، دغه قومي پاڅون‌وال له تېرې یوې میاشتې راهیسې طالبانو کلابند کړي وو؛ خو تېره شپه یې سیمه طالبانو ته پرېښې او تسلیم شوي دي.

د سیدزوی په خبره، د پښتون‌کوټ د سرحوض سیمه هم د طالبانو لاس ته ورغلې او د پاڅون‌والو قومندان غلام قادر رحماني هم له طالبانو سره یو ځای شوی دی.

دی وايي، قومي پاڅون‌والو پنځه  میله کلاشینکوفونه، یوه پیکا او نورې درنې او سپکې وسلې هم طالبانو ته سپارلي دي.

د پښتون‌کوټ ځايي خلک وايي، په دغه ولسوالۍ کې اربکیان او قومي پاڅون‌وال له تېرې یوې میاشتې راهیسې طالبانو کلابند کړي؛ خو د فاریاب امنیتي چارواکي ورته پاملرنه نه کوي او نه هم مرسته ورسره کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د