نړۍ

د مصر د کودتايي رژیم د دفاع وزیر جنرال سیسي استعفا وکړه

نن ټکی آسیا: د مصر د الاهرام ورځپاڼې د ویب پاڼې له راپور سره سم، د مصر د کودتايي رژیم مخکښ ، د پوځ مشر او د دفاع وزیر جنرال عبدالفتاح السیسي بالآخره نن له خپلې دندې استعفا ورکړه.
سرچېنه زیاتوي، چې نوموړي دا پریکړه نن چهارشنبه اعلان کړه.

د تېر کال په جولایي میاشت کې د همدې پوځي جنرال په مشرۍ د مصر پوځ پر واکمن ولسمشر دکتور محمد مرسي کودتا وکړه او له هغې ورځې تر ننه یې نوموړی له خپلو خورا زیاتو پلویانو سره یو ځای زنداني کړي.
تېره ورځ د مصر حکومت د مرسي له کابو ۵۰۰ زیاتو پلویانو ته د اعدام سزا هم واوروله.
همدارنګه تېره میاشت کې د مصر د لومړي وزیر په شمول ټولې کابینې په یوه خوله له خپلو دندو استعفاګانې وکړې.

د شنونکیو په اند، ښایې جنرال سیسي د مصر د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د منډو-ترړو په خاطر له خپلې دندې استعفا ورکړې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x