
لغمان: د طالبانو نفوذي عسکر ۱۳ امریکایان ووژل
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ تله، ۱۳۹۶): په لغمان ولایت کې د دولتي ځواکونو په لیکو کې د طالبانو نفوذي سرتیري د خپل ټوپک خوله په امریکايي عسکرو ور اړولې او لږ تر لږه ۱۳ امریکايي عسکر یې وژلي.
خو مخکې تر دې چې نور امریکایان ووژني، د دولتي عسکرو له لوري په نښه او وژل شوی.
طالبانو د پیښې د تائید تر څنګ د هغې مسئولیت هم منلی او زیاته کړې يې ده چې په وژل شوو امریکایانو کې پوځي افسران هم وو. دغه راز یې د ۲ تنو امریکایانو د ټپي کیدو خبر هم ورکړی.
پېښه نن سهار د یاد ولایت د قرغیې ولسوالۍ د سیلاب قول اردو دننه رامینځته شوې.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې نوموړی نفوذي طالب د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی و.
تر اوسه امریکایانو او دولتي چارواکو د دې پیښې په اړه څرګندونې نه دي کړي.
وړاندې د طالبانو ویاند افغانستان ته د اضافي امریکايي عسکرو د رالیږنې په تعقیب خبرداری ورکړی و چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې ګڼ شمېر نفوذي عسکر لري او «د بهرنیو عسکرو راتګ او مناسب فرصت ته شیبې شماري».
د دولتي ځواکونو له لیکو څخه په امریکایانو د بریدونو پیښې هغه باورونه پیاوړي کوي چې طالبانو د دولت په ملکي او نظامي اډانه کې ژورې ریښې موندلي.
د افغانستان په اړه د امریکايي ولسمشر ټرمپ د جګړییزې تګلارې له اعلان وروسته دا دریم ځل دی چې طالبان د دولتي ځواکونو له مینځه په امریکايي عسکرو بریدونه کوي. په تېرو څلورو میاشتو کې طالبانو د دغه ډول بریدونو په مټ لږ تر لږه ۲۰ امریکايي عسکر وژلي دي.
مردار یې کړل ، چاچې دوی مردار کړي دي غازیان دي او زه یې لاسونه مچه ومه !!!