استغفار ویل

دکتور کفایت الله وردګ

په ورځني ژوند کې مونږ په پوهه او په نا پوهه سره ډول ډول ګناهونه کوو ددې لپاره چې الله جل جلاله مو له ګناهونو څخه وخت په وخت پاک کړي نو استغفار ویل هم سنت دی اکثر خو مونږ یو کار کوو مونږ ته هېڅ نه ښکاره کیږي ، اکثر مونږ په مجلس کې یوه خبره کوو د مجلس شریکان ورباندې خندوو او مونږ ته هغه خبره هېڅ هم نه ښکاره کیږي لکن په حقیقت کې هغه د الله جل جلاله په وړاندې ډېره لویه خبره وي الله جل جلاله په همدې ډول فرمایی : وَتَحْسَبُونَهُ هَيِّنًا وَهُوَ عِنْدَ اللهِ عَظِيمٌ . سورة النور آیة ۱۵

ترجمه : او ګڼله تاسې دغه خبره آیانه (چې هېڅ ګناه پکې نشته) حال دا چې دغه (خبره) په نزد د الله جل جلاله کې ډېره لویه ده (له حیثیته د ګناه نه) .

رسول الله صلی الله علیه وسلم چې هغه انسان وو چې هغه ته الله جل جلاله هرڅه ور بښلي وو بیا به یې هم هره ورځ په ورځ کې اویا ځله او کله سل ځله استغفار ویل له حضرت ابی هریره رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې فرمایل یې :
وَاللَّهِ إِنِّي لَأَسْتَغْفِرُ اللَّهَ وَأَتُوبُ إِلَيْهِ فِي اليَوْمِ أَكْثَرَ مِنْ سَبْعِينَ مَرَّةً. صحیح البخاري

ترجمه : و الله زه بښنه غواړم او توبه وباسم الله جل جلاله ته په ورځ کې تر اویا ځله زیات .

په بل حدیث کې د حضرت ابی هریره رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل :انِّي لَأَسْتَغْفِرُ اللهَ وَأَتُوبُ إِلَيْهِ فِي الْيَوْمِ مِائَةَ مَرَّةٍ. سنن ابن ماجة

ترجمه : بېشکه زه بښنه غواړم او هغه ته توبه وباسم په ورځ کې سل ځله .

د استغفار لپاره مختلف شکلونه دي یو خو دا چې انسان د کومې خاصې ګناه په اړه له الله جل جلاله نه بښنه غواړي هغه به هماغه ګناه یادوي او که انسان په عام ډول د ګناهونو بښنه غواړي نو ددې لپاره مختلف الفاظ دي چې کوم یې یې خوښ وي هغه د ووايي د مثال په ډول که یوازې ووایي استغفر الله ، استغفر الله نو هم کافی ده په احادیثو کې یې مختلف لنډ او اوږده الفاظ نقل شوي دي د مثال په ډول :

· استغفر الله الذي لا إله إلا هو وأتوب إليه .
· رب اغفر لي وتب علي إنك أنت التواب الرحيم .
· سبحان الله وبحمده ، استغفر الله وأتوب إليه .
· استغفر الله ، استغفر الله .
· اللهم اغفر لي .
· غفرانك ، غفرانك .
· استغفر الله الذي لا إله إلا هو الحي القيوم ، وأتوب إليه .

همدارنګه هغه هم ډېر ښکلي او په زړه پورې دي چې موږ یې د پنځمې کلمې په نوم پېژنو ښکلي جامع الفاظ دي :
اسْتَغْفِرُ اللّهَ رَبِّىْ مِنْ كُلِّ ذَنْبٍ اَذْنَبْتُه عَمَدًا اَوْ خَطَاً سِرًّا اَوْ عَلَانِيَةً وَاَتُوْبُ اِلَيْهِ مِنْ الذَّنْبِ الَّذِىْ اَعْلَمُ وَ مِنْ الذَّنْبِ لَّذِىْ لا اَعْلَمُ اِنَّكَ اَنْتَ عَلَّامُ الغُيُوبِ وَ سَتَّارُ الْعُيُوْبِ وغَفَّارُ الذُّنُوْبِ وَ لا حَوْلَ وَلا قُوَّةَ اِلَّا بِاللّهِ الْعَلِىِّ العَظِيْم .

ترجمه : زه بښنه غواړم له خپل رب نه د هرې هغه ګناه په اړه چې ما کړې وي قصداً او یا په خطا سره ، په پټه سره یا په ښکاره سره او زه خپل رب ته توبه وباسم د هغه ګناه نه چې زه ورباندې خبر یم ا و د هغه ګناه نه چې زه ورباندې خبر نه یم بېشکه همدا ته ډېر عالم یې د پټو شیانو ، پټوونکی د عیبونو یې ، بښونکی د ګناهونو یې او نشته آوښتل له ګناه نه او نه قوة د کولو د عبادت مګر په الله جل جلاله سره دی چې عالی او لوی دی .

نو چې انسان له پورتنیو الفاظو نه هر یو وایی دا استغفار دی .

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د