نړۍ

د امریکا د دفاع پخوانی وزیر: تر اوباما روزل شوی بېزوګی ښه دی

نن ټکی آسیا :د امریکي د دفاع پخواني وزیر دونالد رمسفلد په خپلو وروستیو څرګندونوکې ویلي چې تر ولس مشر اوبا یو روزل شوی بیزوګي په ښه ډول کولای شي په افغانستان کې د واشنګټن له منافعو دفاع وکړي.

نوموړي د غه خبرې له فاکس نیوز نشراتي شبکې سره په خپلې ټلیفوني مرکه کړې.

د ديلی میل ورځپاڼې په حواله د امریکا دجمهوري غوښتونکي ګوند سیاست مدار او د دفاع پخوانی وزیر دونالد رمسفلد د فاکس نیوز نشراتي شبکې له “گرتا ون ساسترن” ((Greta Van Susteren,sپروګرام سره د شنبې په ورځ د مرکې پرمهال وویل چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د پوځي ماموریت په اړه له داسې تیروتنو سره مخ دی چې تر ده یو روزل شوی بیزوګی هم په ښه ډول کولای شي له افغانستان سره د امنیتي تړون په اړه له امریکايي منافعو ښه دفاع وکړي.

رمسفلد زیاتوي چې له افغانستان سره د امنیتي تړون دلاسلیکولو لپاره یوه نابغه سړی ته اړتیاده چې وکولای شي په ښه ډول زمونږ په ګټه استفاده وکړي ، مونږ اوس مهال په افغانستان کې د خپل ناسم مدیریت له امله له سختو ستونزو سره مخ یو.

د امریکې د جمهوریت غوښتونکي ګوند ډیری غړی د افغانستان ،ایران ،سوریې او اوکراین د لانجو په اړه د اوباما اود هغه دحاکم ګوند په تګلارې سختي نیوکې کوي ، هغوی وايي چې دغه ټولې لانجې د امریکا د مستقبل لپاره تاوان پیښوونکې لانجې دي چې په ټوله نړۍ کې امریکايي منافع تهدیدوي.

د امریکا په کانګرس کې دجمهوریت غوښتونکي ګوند اکثریت غړي تل د اوباما پرسیاست نیوکې کوي .

سناتور تدکروز د اوباما پرسیاست تر ټولو سرسخت انتقاد کوونکی دی، نوموړي له امریکايي “ای بی سی” ټلویزون سره په خپلې وروستۍ مرکې کې ویلي چې په اوکراین جمهوریت باندې د ولسمشر پوتین وروستی تیری د بارک اوبا ماد کمزوري مدیریت پایله ده چې په سیمه کې یې د امریکا دوستان له پامه غورځولي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x