ډاکټر وژړل ویې ویل: قسم په الله ستا دعا الوتکې وځنډولې، وریځ یې را ولېږله او باران یې وکړ.

دعا / له پنده ډکه او خوږه کیسه

له عربي څخه ژباړه
محمد ایاز ترنک

د هشام په نوم یو مشهور طبیب په منډه هوايي ډګر ته ولاړ، ترڅو په هغه نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي چې ده ته ورکې جایزه ورکول کېده. د هوا د خرابوالي له امله الوتکې په لاره کې بېړنۍ ناسته وکړه.

طبیب د هوايي ډګر مسئولینو ته وویل: زه نړیوال ډاکټر یم، دلته زما یوه دقیقه پاته کېدل د څو انسانانو د له منځه تللو سبب ګرځي. زه (۱۶) ساعته الوتکې ته انتظار نشم کولای. د میدان مسئول مشوره ورکړه چې د کنفرانس ځای ته یې موټر په درې ساعته کې رسوي. هشام په موټر کې روان شو. په لاره کې یې د سخت باران له امله لاره ورکه کړه. د یوه کوچیني کوردروازه یې ور وټکوله. د ننوتلو اجازه ورکړل شوه. په کوټه کې یوه بوډۍ د خپل ناروغ لمسي سر ته ناسته ده. ډاکټر د تلیفون غوښتنه ځینې وکړه، هغې ورته وویل: دلته برېښنا نشته، ځانته یو ګیلاس چای پخې کړه او ارام وکړه.

ښځې لمونځ پیل کړ ، اوږدې دعاګانې یې کولې، بیا یې ډاکټر ته مخ را واړاوه ویې ویل: الله جل جلاله مې ټولې دعاوې قبولې کړې، خو یوه یې تر اوسه نه ده قبوله شوې. هشام ورته وویل: کومه دعا؟ بوډۍ وویل: دا یتیم ماشوم سخت ناروغ دی، ټولو ډاکټرانو ځواب راکړی، وايي د دې علاج یوازې د هشام په نوم یو تکړه ډاکټر کولای شي، خو هغه لیري دی، زموږ غریبانو لاس نه ور رسېږي. الله ته مې دعا وکړه چې کار راته اسانه کړي. ډاکټر وژړل ویې ویل: قسم په الله ستا دعا الوتکې وځنډولې، وریځ یې را ولېږله او باران یې وکړ. ترڅو ما ستا جونګړې ته راولي. الله جل جلاله د دعا په مرسته خپلو بندګانو ته داسې اسباب برابروي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د