شاعر اکرام الدين (مفتون)

ليک ـ ـ مسلم يار (انيس)

دردونو وهلى، غمونو کړولى د هجرت ستړي ژوند ستړى کړى او نازولى شاعر مفتون يو له وطن پاله او انقلابي شاعرانو له ډلې څخه دى ـ

مفتون له ماشومتوبه له شاعرۍ سره مينه لرله او شاعري يې خوښوله چې بلاخره يې لوى خداى (جل جلا له) دا ارمان پوره او يو له وطن پاله او اسلام پاله شاعرانو څخه شو ـ

مفتون تل په خپلو شعرونو کې د جنګ ځپلي هېواد افغانستان او د اسلام مقدس دين، او دافغانستان او د اسلام د مقدس دين ساتونکي ستايلي دي لکه چې وايې

دمفتون دا بيت ښايې چې له خپل هېواد سره بې کچه مينه لري او دا بيت يې ما ته هم ډېر خوند راکوي

غسل په وينو درکوم په تا احسان نه کوم
زما ښايسته افغانستانه پوروړى دې يم

مفتون د هېواد دښمنانو ته هم په نرمه او خوږه لهجه څه داسې وايې

ګوره زه هغه پسرلى يم چې خزان نه لري
خو خزانونو ته خزان يمه ما وپېژنه

د انسانيت قاتله تا ته وايم ستا لپاره
زه يو مقتل او قبرستان يمه ما وپېژنه

څوک مطمئن کړم څوک راويښ کړم او څوک ولړزوم
بلالي چيغه د اذان يمه ما وپېژنمه

که لګ دې بيتونو ته زير شو نو ريښتيا يې ويلي دي چې افغانانو تل د خپل هېواد دفاع کړى ، او تل يې مغرورو اشغالګرو ته غاښ ماتوونکى جواب ورکړى او افغانستان يې د انسانيت د دښمنانو قبرستان ګرځولى

او بل ځاى بيا هغو خلکو ته چې د افغانستان د نيولو خوبونه وينې (په ويښه خو يې هسې هم نه شي نيولى) د خپل ضمير احساس داسې بيانوي
زما ضمير لا څلوېښتۍ کې ازادي غوښتله

مور به تړلم په سوزنۍ ما به په چيغو ژړل

مفتون که څه هم د خپل ژوند ډېره موده له خپل وطن څخه دباندې د هجرت په ديار کې تېره کړه خو بيا هم له خپل متعال رب څخه نه نا اميده کېږي
او دا توقع لري چې ان شاءالله هېواد به مې بيا د امن، سولې او خوشحالۍ کور وګرځي

لکه چې وايې ـ

خپلواک ازاد وطن يې غلامي دې کړې نه ده
ښکاره يې لکه لمر په تاريخو افغانستانه

په دين باندې مين يې په پښتو باندې مين يې
د پاکو غيرتمنو پښتنو افغانستانه

ستا غېږ کې مو کرلي دي ځوانان لکه ګلونه
اميد درنه لرو د پسرلو افغانستانه

مفتون نو مينه بيا په ډېرو ښايسته لفظونو کې رانغاړلې ده ـ

مينه څه ده د دردونو تسلسل دى
هر يو درد يې د خوندونو تسلسل دى

که بيت ته ځير شو نو مينه ريښتيا هم چې دردونه لري اګر چې هر رنګه مينه وي خو په مينه کې بيا درد نو يو بيل خوند لري چې مينانو ته معلوم وي زه په دې کې نور څه نه شم ويلى ـ

مفتون يو ساده او يو مېلمه پاله شاعر ده او له جسم نه لګ نرى ده ما ترې پوښتنه وکړه چې ـ

مفتون صېب ته ولې داسې کمزورى يعنې نرى يې؟

مفتون صېب په ډېر عجيب انداز کې جواب راکړ ويل يې چې ـ

انسان د سترګو او غوږونو له لارې قوي او غټيږي او حيوان د خوراک له لارې څخه يو مثال يې راکړ چې ويل يې ـ

د يوې غوا په مخ کې د هغې بچى حلالول او يا بل قسم ضرر ورسول هغې ته هېڅ قسمه تاوان نه اړوي خو چې هغې ته خوراک ښه ورکوې نو غټېږي
او برعکس د وطن حالاتو ته يې اشاره وکړه چې هره ورځ مو بې ګناه وطنوال شهيدانيږي زنداني کيږي زمونږ په مخ کې او غوږون مو تل د غم خبرې اورې نو په دې حالت کې به مونږ څنګه غټ شو او څنګه به له ژوند څخه خوند واخلو ـ

مسلم يار {انيس}
ځاى د هجرت ديار هنګو

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د