د رسول الله صلی الله علیه وسلم په قومنده کې د حديبيې غزا (صلحه حديبيه)

ليکوال: قطب الدين مشال

يو بريالى سياستوال او فاتح قومندان هغه ده چې د جنګ په ډګر کې دښمن ته د ماتې ورکولو سره ـ سره د سولې د خبرو اترو په وخت کې هم داسي شرطونه په دښمن ومني چې له کبله يې د کاميابيو او فتوحاتو لارې خلاصې شي او په ډير کم وخت کې د همدې سولې بريالي اثرات قوم و هيواد ته څرګند شي.

رسول الله مبارک د خوب له ليدو وروسته د هجرت په شپږم کال د ذوالقعدې په مياشت چې د شپږ سوه اتويشت (628) عيسوي سره سمون خوري، د څوارلس سوه (1400) مسلمانانو سره يو ځاى چې محض د عربو د سفر رواجي توري يې درلودې د عمرې د ادا کولو لپاره د مکې په خوا يون (خوځښت) وکړ.

کله چې مسلمانان مکې ته نږدې شول، خبر يې تر لاسه کړ چې د مکې مشرکينو د مسلمانانو د مخنيوى لپاره يو جنګي لښکر تيار کړى.

رسول الله مبارک خپل زوم حضرت عثمان رضي الله عنه مکې ته وروليږه ترڅو د مکې مشرکين پوه کړي چې مسلمانان د جنګ اراده نه لري بلکې يوازي د بيت الله د تعظيم لپاره عمرې ته راځي.

په مکه کې د حضرت عثمان رضي الله عنه د ځنډ لامله په مسلمانانو کې د حضرت عثمان رضي الله عنه د شهادت ګنګوسه خپره شوه.

دې آوازې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او اصحاب کرامو د غچ اخيستنې جذبې راوپارولې او رسول الله صلی الله علیه وسلم د يوې ونې لاندي له اصحاب کرامو څخه د مکې له مشرکينو سره تر آخري سلګۍ پورې د جنګيدو بيعت واخيست، دې بيعت ته ” بيعت الرضوان ” ويل کيږي.

له نيکمرغه په همدې وخت کې حضرت عثمان رضي الله عنه ژوندى راورسيد خو دې بيعت کفار ولړزول، په زړونو کې يې ويره ورواچوله او پوه شول، که معامله سخته شي، مسلمانان به هيڅکله له يو سخت مرګوني بريد څخه ډډه و نکړي، له همدې کبله يې سولې ته امادګي وښودله.

د يادونې وړ ده، رسول الله مبارک حِس کړې وه چې د اسلامي رياست (مدينې) شاوخوا پراته دښمنان به يوځلې بيا پر مسلمانانو د بريد لپاره متحد او منظم کيږي، له همدې وجې رسول الله مبارک هم غوښتل چې د مکې له مشرکينو سره سوله وکړي ترڅو کفار سره وويشي، طاقت يې کمزورى کړي او مسلمانانو ته د بري لارې هوارې شي.

د حديبيې په سيمه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د کفارو له استازي سهيل بن عمرو سره په حضرت علي رضي الله عنه د سولې ليک وليکه.

د سولې تړون:

1) دا ځل به رسول الله صلی الله علیه وسلم مکې ته له داخليدو پرته ستنيږي او راروان کال به رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګري يې د عربو د سفر د رواجي تورو سره د درو ورځو لپاره مکې ته راتلى شي خو د مکې مشرکين به دا درې ورځې له شاوخوا غرو ايسته کيږي.

2) لس کاله به له دواړو خواوو جنګ بندي وي، په همدې دوران کې به هيڅوک هم په بل توره نه پورته کوي.

3) د عربو نور ټبرونه که د تړون په هره خوا کې داخليدل، داخليدلى شي، که کومه قبيله په کوم فريق کې شامله شوه، د همهغه فريق يوه برخه به ګڼل کيږي فلهذا که په داسي کومه قبيله څه تيرى وشو نو دا تيرى به په همهغه فريق تيرى بلل کيږي.

4) که د قريشو کوم وګړى د خپل سرپرست له اجازې پرته رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ور وتيښتيده، هغه به بيرته قريشو ته سپارل کيږي خو که د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کوم وګړى قريشو ته وتېښتيده هغه به بيرته رسول الله صلی الله علیه وسلم ته نه سپارل کيږي.

د سولې د ليک په جريان کې د کفارو استازي سهيل بن عمرو د ليک د طرز په اړه ناوړه مطالبې وکړې.

1) د ليک پيل دې د بسم الله الرحمن الرحيم پر ځاى د عربو د پخواني انداز بسمک اللهم وليکل شي.

2) د محمد الرسول الله صلی الله علیه وسلم پر ځاى دې محمد بن عبدالله وليکل شي.

رسول الله مبارک سولې ته د رسيدو په خاطر دا ناوړه مطالبې هم ومنلې.

له يوې خوا اصحاب کرام د تړون په څلورمه ماده ناخوښ ول، له بلې خوا له مکې سره تړاو درلودونکى مسلمان “ابوجندل” چې په بدن يې د کفارو لخوا د سختو شکنجو اثرات مالوم او په پښو کې ځنځيرونه وو، په ډيره سختۍ د ځان د ژغورلو لپاره تر مسلمانانو ځان راورساوه، که څه هم دا مهال لا پر تړون لاسليک نه و شوى خو د کفارو له ټينګار وروسته ابوجندل بيرته کفارو ته وسپارل شو، دې پيښې مسلمانان ځکه ډير وځورول او غوسه کړل چې هممهاله د مسلمانانو په ذهنو کې هغه واقعه هم انځوريدله چې له تړون مخکې د کفارو اتيا شرخوښوونکي جنګيالي چې مسلمانانو ژوندي نيولي او بيرته يې روغ و جوړ پريښي وو.

په ظاهره له دې سولې د مسلمانانو مغلوبيت او ناکامي ښکاريدله، ځکه خو ځيني مسلمانان پر همدې سولې ناخوښ ول خو د حالاتو په نبض پوهيدونکى رسول الله مبارک سولې ته خوښ و، هغه پوهيدى چې په حقيقت کې دا سوله د مسلمانانو لپاره ستره بريا ده او آيت کريمه کې هم دا سوله “ښکاره فتحه” وبلل شوه.

ريښتيا هم په عملي ډګر کې په ډير کم وخت کې د سولې لويې ـ لويې ګټې څرګندې شوې.

کله چې د سولې له برکته آزادانه تجارت او امد و رفت شروع شو نو د مکې مشرکين د مسلمانانو له ښه اخلاق، او تعاملاتو دومره متأصره شول چې د مکې په خلکو کې د مسلمانانو سلنه ورځ تر بلې لوړيدله؛ ان د خالد بن وليد، عمرو بن العاص او عثمان بن طلحه په څېر ستر شخصيتونه هم مسلمانان شول، مٶرخين ليکي چې د حديبيې له سولې بيا تر فتح مکه پوري دومره زيات خلک مسلمانان شول چې له دې مخکې هيڅکله هم نه وو شوي.

د سولې له برکته د کفارو طاقت وويشل شو او په ډيره اسانۍ او لږ وخت کې مسلمانان د خيبر په فتح کولو وتوانيدل او تاريخ ثابته کړه چې همدا سوله د فتح مکې لپاره هم لومړۍ ځينه شوه.

د سولې د تړون څلورمه ماده چې د مسلمانانو غوسې يې راپارولې او د خپګان لامل يې شوې وه، په حقيقت کې کفارو ته وروسته دروند سرخوږى جوړ کړ او په خپله کفارو د همدې مادې د تغير لپاره زارۍ شروع کړې.

اوس د نړۍ تاريخ پوهان او ټول مسلمانان په دې متفق دي چې “صلحه حديبيه” د حضرت محمد ص د لوړ سياسي بصيرت بريالى شاهکار ده.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د