نړۍ

سعودي عربستان په پوځ کې د ښځينه پوځيانو د منلو قانون تصويب کړ

سعودی عربستان په خپل پوځ کې د ښځينه پوځيانو شموليت منلی او اعلان يې کړی چې، ټولې هغه ښځې چې، غواړي په خپله خوښه په پوځ کې دنده تر سره کړي، خپل غوښتنليکونه دې دفاع وزارت ته وسپاري. 

د العرب په نوم ويببانې ليکلي چې، لومړی ځل لپاره په پوځ کې ۱۵ ښځې په دنده ګمارل شوي او نورې ښځې هم کولای شي چې، په پوځ کې دندې تر لاسه کړي.
نوموړې ويبپاڼې ليکلي چې، دغه ښځينه پوځيانې به د يمن سرحد سره نژدې په جازان نومي ولايت کې په دنده ګمارل کيږي.
د دغې دندې لپاره ۱۲ صنف شرط دی ولې د پوهنتون فارغانو ته به اولويت ورکول کيږي.
د يادونې وړ ده چې، سعودي عربستان کې د ښځو په اړه تر اوسه هم موټر چلونه او بې محرمه له کوره وتل عيب دی. د دې نوي اعلان په اړه تر اوسه د سعودي د علماوو لخوا څه ندي ويل شوي.
تمه ده چې، لنډو ورځو کې به هغوی هم په دې اړه خپل شرعي نظر څرګند کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x