fbpx

سي ای اې پر طالب مشرانو د چريکي بريدونو لپاره ځانګړی ځواک جوړ کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ لړم ، ۱۳۹۶):نيویارک ټايمز ورځپاڼي د دوو لوړ پوړو چارواکو په حواله ويلي چې د امريکا مرکزي استخباراتي ادارې د طالب مشرانو د ترور او وژني لپاره تر بل هر وخت په زیات فعالیت لاس پوري کړی.

د ورځپاڼي په وينا هغه ډله چې د طالب مشرانو د ترور لپاره لاس په کار شوې د افسرانو شمېر يې له ۱۰۰ تنو لږ ښودل شوی.

دا ډله د سي ای اې په تشکیل کې نيمه پوځي (پارا ميلېټري) ډله بلل کيږي چې د نړۍ په بېلا بيلو سيمو کې ماموريتونه تر سره کوي.

نيویارک ټايمز دا خبر داسي مهال خپروي چې تېره ورځ په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جان نيکلسن په کندهار کې د يوې غونډي په مهال وويل: چې د افغانستان پر ګاونډيو هيوادونو به سیاسي فشار تر هغو زيات کړي تر څو د(ترهګرو) ډلو له ملاتړه نه وي لاس په سر شوي.

تېره ورځ جان نیکلسن کندهار ته د هالنډ او ناروې له سفيرانو سره يو ځای سفر کړی وو.

که څه هم د طالب مشرانو په وژلو او نيولو کې سې ای اې ، د امريکا پوځ او ملاتړو يې هيڅ سپما نه ده کړې خو داسي ښکاري چې د تېر په پرتله يې توجه زياته کړې.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اقبال
میلمه
اقبال

دی کی شک نشته چه الله ج سړغړونکو مجرمینو ته د هغوی د توبی ویستلو او لا د جرمونو دوسیی پیړیدو د پاره کله ناکله وخت او چانس ورکوی، ګوندی دی وخت کی له جرایمو تر سره کولو توبه ګار او یا یی سزاوی ښی زیاتی شی ، مګر هر څه سر او سرحد لری الله ج بیا قهار ذات هم دی د (( کن )) په ویلو به (( فیکن )) وی . امریکایان ، اروبایان او د نړی نور ظالمان او وحشیان د تکنالوژی کومه ځانګړی هوشیارتیا او ځانګړیتیا نه لری، حریص انسانان د خبل حرص دلرلو له… نور لوستل »