سي ای اې پر طالب مشرانو د چريکي بريدونو لپاره ځانګړی ځواک جوړ کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ لړم ، ۱۳۹۶):نيویارک ټايمز ورځپاڼي د دوو لوړ پوړو چارواکو په حواله ويلي چې د امريکا مرکزي استخباراتي ادارې د طالب مشرانو د ترور او وژني لپاره تر بل هر وخت په زیات فعالیت لاس پوري کړی.

د ورځپاڼي په وينا هغه ډله چې د طالب مشرانو د ترور لپاره لاس په کار شوې د افسرانو شمېر يې له ۱۰۰ تنو لږ ښودل شوی.

دا ډله د سي ای اې په تشکیل کې نيمه پوځي (پارا ميلېټري) ډله بلل کيږي چې د نړۍ په بېلا بيلو سيمو کې ماموريتونه تر سره کوي.

نيویارک ټايمز دا خبر داسي مهال خپروي چې تېره ورځ په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جان نيکلسن په کندهار کې د يوې غونډي په مهال وويل: چې د افغانستان پر ګاونډيو هيوادونو به سیاسي فشار تر هغو زيات کړي تر څو د(ترهګرو) ډلو له ملاتړه نه وي لاس په سر شوي.

تېره ورځ جان نیکلسن کندهار ته د هالنډ او ناروې له سفيرانو سره يو ځای سفر کړی وو.

که څه هم د طالب مشرانو په وژلو او نيولو کې سې ای اې ، د امريکا پوځ او ملاتړو يې هيڅ سپما نه ده کړې خو داسي ښکاري چې د تېر په پرتله يې توجه زياته کړې.

تبصرې (1)

  • دی کی شک نشته چه الله ج سړغړونکو مجرمینو ته د هغوی د توبی ویستلو او لا د جرمونو دوسیی پیړیدو د پاره کله ناکله وخت او چانس ورکوی، ګوندی دی وخت کی له جرایمو تر سره کولو توبه ګار او یا یی سزاوی ښی زیاتی شی ، مګر هر څه سر او سرحد لری الله ج بیا قهار ذات هم دی د (( کن )) په ویلو به (( فیکن )) وی .
    امریکایان ، اروبایان او د نړی نور ظالمان او وحشیان د تکنالوژی کومه ځانګړی هوشیارتیا او ځانګړیتیا نه لری، حریص انسانان د خبل حرص دلرلو له امله د نورو حقوقو د لوټ کولو د پاره له هر ډول زر، زور او تزویر څخه کار اخلی ، مظلوم بشریت یی ویشلی خپلو کی یی جنګوی او دوی اوسپنی داسی جوړوی چه باروت پکی لیری ګذار کړی او مظلوم انسانان پری وډاروی او یا ووژنی هغوی استثمار او غلامان جوړ کړی او یا یی ووژنی او ښکنجی ورکړی .
    دا د هغو هوښیارتیا نه جهالت او وحشت دی ، هر انسان کولی شی غلا وکړی چل وکړی او چالاکی وکړی چه د نورو له حقه حقوقو ناوړه ګټه پورته کړی مګر وجدان یی ملامتوی هغوی ته دا ناسمه ښکاری د هغوی وجدان او ایمان په هغوی څارنه او ساتنه کوی ، دغه حریص امریکایان ، اروپایان او ورته نور خلک له شرم ، حیا وقار ، شرافت او انسانیت خلاص دی حتی هغه د غرو ځناور ورباندی شرف په دی لری چه هغوی بسنه لری او دوی یی نه لری .
    مګر د الله ج داسی قهر او غضب دی ، د تاریخ اوږدو کی وګوری د دوی په شان نور سرکشه قومونه وو د هغه وخت د شرایطو له مخی تر دوی ډیر پیاوړی وو مګر کله چه یی د فرصت نیټه پوره شوی الله چ د داسی قهر، غضب او ذلت سره مخ کړی چه نوم او نشان یی نه دی پاتی صرف خلکو ته یی عبرت قیصی پاتی دی فرعونیان یی ښه مثال دی او یا همدغه پرون کمونستان څه شول ، همدا صلبیان او یهودان ګوره چه الله ج د څه ذلت او بدمرغیو سره مخ کوی همدا اوس یی دغه لنډغر طالبان څومره ورته پیاوړی کړی حیران پاتی دی چه څه ورسره وکړی ،دا د الله ج د عظمت نښی دی