
کنړ: ۴۴ امنيتي منسوبين له حکومتي دندو لاس پر سر شول
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې، د کونړ ولايت شيګل ولسوالۍ کې ۴۴ امنيتي کارکوونکو له حکومتي دندو لاس اخيستی.
مجاهد زياتوي چې، د ملي اردو عسکر، پوليس او اربکيانو په ګډون ۴۴ کسانو د طالبانو د جلب و جذب د کميسون په هڅو له حکومتي دندو لاس اخيستی.
د ذبيح الله مجاهد له قوله د روان هجري قمري کال له پيله د کونړ د شيګل ولسوالۍ بيلابېلو سيمو کې ۱۲۶ حکومتي منسوبينو خپلې دندې پريښي او خپل شخصي کاروبار يې پيل کړی دی.
طالبانو رسنيو ته د هغو کسانو نومونه هم ليږلي چې، د دوی په هڅو يې له حکومتي دندو لاس اخيستی.
طالبان وايي چې، دوی دغو کسانو ته هر کلی وايي او مننه ترې کوي چې، د دوی په هڅو يې له حکومتي دندو لاس واخيست او دوی ته يې ډاډ ورکړی چې، دوی به په خپلو سيمو کې ښه ارام او بې غمه ژوند ولري.