نړۍ

سعودي اسرائیل ته د ولیعهد محمد بن سلمان د سفر خبر رد کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۶): د سعودی په بهرنیو چارو وزارت کی یوې سرچینې هغه راپورونه رد کړل چې وایي د سعودی ولیعهد محمد بن سلمان اسرائیل ته سفر کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ددغه هیواد رسمی خبري‌ اژانس ته وویل چې داسي خبرونه حتی په تردید نه ارزي‌ ځکه چې په وینا یې هیڅ حقیقت نه لري.

د یادوني وړ ده چې د تیرې سپتمبر میاشتي‌ پر اومه نیټه په عربي‌ ژبه د اسرائیل رسمي راډیو خبر ورکړ چي‌ د سعودي هیواد یوه امیر په پټه اسرائیل ته سفر کړی دی تر څو په منځني‌ ختیځ کې د سولي‌ راوستلو په اړه د اسرائیلي‌ حکومت سره خبرې وکړي.

خو څو ورځې وړاندي‌ د فرانس پریس خبري‌ اژانس هغه امیر هم ونوموی او د یوې مهمي‌ اسرائیلی سرچینې په حواله یې وویل چی د سعودي څخه د راغلی پلاوي‌ مشري‌ امیر محمد بن سلمان کوله.

د سعودي‌ رسمي‌ خبري‌ اژانس «واس» د بهرنیو چارو وزارت د سرچینې په حواله د فرانس پریس خبري اژانس راپور رد کړ او وې ویل چی سعودی تل په خپل سیاست او تحرکاتو کې واضحه پالیسي‌ لري،‌ په دې اړه د پټولو هیڅ هم نشته.

نوموړی ویلي‌ چی ورته شایعاتو خپرولو تر شا اهداف مالوم دی، دوی به په راتلونکي‌ کې پر داسي خبرونو تبصره هم ونه کړي.

باید وویل شي‌ چی په سعودي‌ کې یو شمیر حکومت پلوه سیاسي‌ کارپوهان اوس هم اسرائیل ته د محمد بن سلمان د سفر څخه دفاع کوی خو د ټولنیزو پاڼو اکثره فعالان د سعودی پر وروستیو سیاسي‌ تحرکاتو تنقیدونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x