تخار: د امنیې قومندانۍ د تحویلدار په کور کې د وسلو زېرمه کشف شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ لړم ، ۱۳۹۶):د تخار امنیتي چارواکي وايي، د امنیې قومندانۍ د تحویلدار په کور کې یې د وسلو سلاکوټ کشف کړی، چې بېلابېلې وسلې ترې لاسته راغلي دي.

د تخار د امنیې قومندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، تېره ورځ د امنیې قومندانۍ د تحلویدار «بریالي» په کور کې خپل یو همکار وژلی و، چې وروسته پولیس د تحلویدار کور ته ورغلل او له پلټنو وروسته یې دغه سلاکوټ کشف کړ.

د اسیر په خبره، په دغه سلاکوټ کې ۲۳ میله کلاشینکوفونه، ۱۶ میله توپانچې، ۱ میل پیکا، ۲ میله راکټه، ۲ عرادې رینجر موټرې، ۱ موټر سایکل، د ولسي جرګې د موټرو څلور نمبر پلېټونه، د پولیسو د موټر څلور نمبر پلېټونه، څلور د شخصي موټر چلوونکو نمبر پلېټونه او نورې بېلابېلې وسلې ترې لاسته راغلي دي.

د تخار د امنیې قومندانۍ ویاند وايي، پولیسو بریالی نیولی او اوسمهال تر پوښتنو لاندې دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې پولیس د امنیتي ادارو له کورونو په دومره شمېر کې وسلې لاسته راوړي، بلکې له دې وړاندې هم د امنیتي ادارو مامورینو د دولتي عسکرو وسلې پټې کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د