د سعودي د استخباراتو پخواني مشر له اسرائیلي چارواکو سره له ليدو دفاع کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۶): سعودي شهزاده او د دغه هېواد د استخباراتو پخواني مشر ترکي الفیصل له اسرائيلي چارواکو سره له تکراري ليدنو دفاع کړې، خو په ورته وخت کې د سعودي د بهرنيو چارو وزارت اسرائيلو ته د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د تللو خبر رد کړی دی.

ترکي الفیصل په نيویارک کې په يوه يهودي څېړنيز مرکز او عبادت خونه کې د منځنځي ختيځ د امنيت په اړه د اسرائیلو د استخباراتو له پخواني مشر افراييم حلیفي سره په ګډې ناستې کې له اسرائیلي چارواکو سره له خپلې ناسته دفاع وکړه.

دغه سعودي شهزاده له يهودانو مننه کړې، چې د لومړي ځل لپاره په يوه يهودي عبادت ځای کې موجود دی او په زغرده يې اسرائیلو ته د خپل سفر او اسرائیلي چارواکو سره له ناستې دفاع وکړه.

ترکي الفیصل وويل: «موږ بايد له هغه چا سره مخامخ ناستې وکړو، چې موږ ورسره اختلاف لرو او اړینه نه ده، چې موږ دې ورسره موافق يو، په داسې حال کې، چې زموږ او اسرائیلو تر منځ د فلسطين کړکېچنه قضیه هم پرته ده، چې په اړه يې اسرائیل او عرب جلا جلا نظرونه لري.»

ترکي الفیصل دغه راپورونه رد کړي چې متحده عربي امارات، سعودي او اسرائیل د امریکا په ملتیا د ایران پر ضد نوی ايتلاف جوړوي، خو په عين وخت کې يې ټينګار کړی، چې د فلسطين قضیه د عربو او اسرائیلو تر منځ د ګډې همکارۍ چانسونو ته زیان رسوي.

سعودي شهزاده د ټرمپ د هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې له ایران سره شوی اټومي تړون نه تاييدوي.

د اسرائيلو د استخباراتو پخواني مشر افراييم حلیفي هيله وښوده، چې سعودي او اسرائیل سره په نږدې کېدو دي او له اسرائیلي چارواکو سره يې د سعودي مشرانو تکراري ناستې هیله بښونکې بللي دي.

حلیفي وويل، چې د اسرائیلو او سعودي د نږدې کېدو لومړی ګام د سعودي پخواني پاچا ملک عبدالله اخيستی و، چې په ۲۰۰۲ کې يې يوې امریکايي ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال اسرائیلو ته د روغې جوړې وړانديز کړی و.

ترکي الفیصل په داسې حال کې له اسرائیلي چارواکو سره له خپلو ليدو ننګه کړې، چې څو ورځې وړاندې ګڼو عربي رسنيو ويلي و، چې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په تېر سپتمبر کې اسرائیلو ته پټ سفر کړی و، خو د سعودي د بهرنیو چارو وزارت دغه خبر بې بنسټه بللی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د