افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي هندي چارواکو سره پټه ناسته کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۶): افغانستان لپاره د روسي ولسمشر ویلاديمير پوتین ځانګړي استازي ضمير کابلوف د افغانستان قضيې په اړه نوي ډیلي کې له هندي چارواکو سره پټه ناسته کړې ده.

هندي رسنيو ويلي، چې کابلوف څو ورځې وړاندې نوي ډيلي ته تللی و، هلته يې له هندي چارواکو سره د د افغانستان ناامني، جګړو او د حکومت په روانو ستونزو خبرې کړي دي، خو د هند د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د خبر تاييد يا رد په اړه څه نه دي ویلي.

رپوټونه وايي، چې ضمير کابلوف د هندوستان د ملي امنيت له سلاکار اجيت دووال او نورو لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو سره د افغانستان په قضيه خبرې کړي دي.

رسمي سرچينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کابلوف په داسې حال کې هند ته تللی، چې نوموړی له تېرو څو کلونو راهيسې په افغانستان کې د امریکا او ناټو په کړنو نيوکې کوي، افغانستان کې د امریکا پوځي اډې د سيمې او روسيې لپاره ګواښ بولي او په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناټو ماموريت ته د شک په سترګه ګوري.

هند ته د کابلوف سفر په داسې وخت کې کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسيا په اړه په خپلې تګلارې کې پر پاکستان نيوکې کړې وې او په افغانستان کې يې د هند رول ستایلی و، خو په مقابل کې يې پاکستان او روسيې د ټرمپ له نوې سټراټيژي سره مخالفت ښکاره کړی و.

د چارو شنونکي وايي، چې د ټرمپ د ناسمې سټراټيژي له امله د سيمې هېوادونه لکه، چين، روسيه، ایران او پاکستان د امریکا پر ضد سره راټولېږي او تر ډېره به د دغه سیمه ییز ایتلاف زیان ګډ حکومت ته هم رسيږي.

په سيمې کې يوازېنی هېواد هند دی، چې د ترهګرۍ ضد جګړې په نوم يې د ټرمپ د سټراټيژي هرکلی کړی او روسان غواړي په دې اړه له هند سره خبرې اترې وکړي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.