د بګرام په یوه پوځي کمره کې ټیلرسن او د ګډحکومت مشرانو تر منځ ناسته - اصل انځور

د ګډ حکومت مشرانو ټيلرسن سره د بګرام پوځي اډې کې لیدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۶): د امریکا د بهرنیو چارو وزير په نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی او د ګډ حکومت مشران اشرف غني او اجراییه رييس عبدالله له نورو چارواکو سره د هغه ليدو لپاره د بګرام پوځي اډې ته ورغلي او هلته يې ورسره په ځينو مسائلو خبرې کړي دي.

ريکس ټیلرسن تېره ورځ د سعودي پلازمېنې رياض او ورپسې قطر ته تللی و او امریکايي رسنيو نن ويلي و، چې ټيلرسن به سبا سه شنبه هند ته ولاړ شي، خو نوموړی په نن نا اعلان شوي سفر کابل ته را رسېدلی دی.

ټيلرسن د ګډ حکومت مشرانو سره د طالبانو د وروستیو ډله ییزو بريدونو او چاودنو کې د وژل شوو عسکرو په وژنه غمرازي ښکاره کړې ده او په ځينو نورو چارو يې ورسره خبرې کړي دي.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د ټیلرسن ناڅاپی تلل او سفارت کی د ع او غ یا دوه غ او غ ( دوه غلامانو ) لیدنی علتونه : لمړی : د امنیتی ویری او ډالر له خاطره چه څه موده دمخه د کابل هوایی ډګر کی د امریکا د دفاع وزیر په نښه شوی وو له دی وروسته دوی ناڅاپی یعنی په غلا به افغانستان ته ننوځی او وځی ، یعنی طالبان ورته دخولی او خروچی ویزی ورکوی . دوهم : ع او غ هم د امریکا په سفارت کی غبرګون ایجړا ګان وزیږول شول ، نو د امریکا سفارت د هغوی دمور حیثیت لری… نور لوستل »

ظاطف
میلمه
ظاطف

دےرشۂ کارسوی دھ.