عبدالغفار جبیر

لیکوال عبدالغفار جُبير د ملي امنيت له بنده راخوشي شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۶): د نصرانيت د عقيدې پر خلاف مشهور ليکوال (عبدالغفار جُبیر) چې پوره شل ورځي وړاندي د کندهار په هوايي ډګر کې د حج له فریضې څخه د راستنېدو په مهال د ملي امنيت له لوري نيولی شوی وو، د ملي امنيت له بنده آزاد شوی.

د ليکوال عبدالغفار جُبیر د کورنۍ غړو ته نژدې سرچينې نن ټکي اسيا ته منلې چې نوموړی له شل ورځني بند وروسته راخوشي شوی.

ښاغلی جُبير د کندهار په هوايي ډګر کې داسي مهال د ملي امنيت له لوري نيول شوی وو چې له خپلي مور سره يو ځای د حج د فريضې له اداء کولو وروسته را روان وو.

دا چې له ښاغلی جُبير سره به څه چلند شوی وي او د چا په اشاره د بند تور تمبو ته اچول شوی وي ؟ ځواب به يې وخت ووايي.

عبدالغفار جبیر په پښتو ویب پاڼو کې د پيژندل شویو لیکوالانو څخه شمېرل کیږي، نوموړي د اسلام او ساینس او همدا راز د یهودي او نصراني عقیدو او افکارو د رد او بطلان په اړه ډیرې لیکنې کړي چې په ګڼو ویب پاڼو کې نشر شوي دي.

ښاغلی جبیر یو له هغو بې پرې لیکوالانو څخه ګڼل کیږي چې تر اوسه یې د نوم او شهرت سربېره خپل سیاسي لیدلوری نه دی معلوم کړی او خپل قلم یې د اسلام دین خدمت او د منسوخو ادیانو (یهودیت او نصرانیت) د بطلان څرګندولو لپاره وقف کړی دی. له همدې کبله ګمان کیږي چې د نوموړي د نیول کېدو تر شا به هغه کړۍ فعالې وې چې په افغانستان کې د نصرانیت تبلیغ ته زمینه برابروي او د دغه تبلیغ په وړاندي خنډونه له منځه وړل غواړي.

باید وویل شي چې عبدالغفار جبیر د نصرانیت او تبشیر ټول هغه دلایل په کتابي شکل رد کړي چې د منحرفو ادیانو مبلغین پرې عام افغانان خطا باسي او د همدې موخې لپاره یې په مختلفو ژبو راډیوګانې فعاله کړي او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو او موسسو په ملاتړ دغه دین ته تبلیغ کوي.

عبدالغفار جبیر د افغانستان په سطحه د یهودو او نصاراو په منسوخو تحریف شویو کتابونو «تورات او انجیل» باخبر کس دی او په خپل دعوتي فکر کې له مشهور دعوتګر او مناظر (احمد دیدات) څخه متاثره دی.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د