خبرونه

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ۵ غړي لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۶):د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مسلکي مرستیال، د څېړنې او تحلیل رییس، د بشري منابعو رییس، د اسنادو او اړیکو آمر او د حاضرۍ مدیر له دندې ګوښه او لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شول.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییس وايي، د دې ریاست پنځه کارکوونکي یې لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.

د دغه کمېسیون رییس عبدالعزیز اریايي ووايي، پنځو ګوښه شویو کارکوونکو د اصلاحاتو مخنیوی کاوه، په اسنادو کې جعل او ځینې نورې غیرقانوني کړنې یې هم کولې، چې له امله یې له دندې ګوښه او لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شول.

د اریايي په خبره، د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون پنځو کارکوونکو تراوسه په دغه کمېسیون کې هېڅ اصلاحات نه و راوستي؛ نو د همدې له امله له دندې ګوښه شول.

اریايي په ګوښه شویو کارکوونکو تور ولګاوه، چې دندې ته نه راتلل او د خیالي مامورینو په توګه یې له دې کمېسیون نه معاشونه اخیستل.

خو د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون مرستیاله حمیرا حقمل ددغه کمېسیون پنځه ګوښه شوي مامورین د ګډ حکومت د اختلافاتو لامل بولي.

د حقمل په خبره، حکومت باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپلواکۍ ته درناوی وکړي او بې ځایه لاسوهنې دې نه کوي.

د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د کارکوونکو ګوښه کولو او لویې څارنوالۍ ته د ورپېژندلو خبره داسې مهال رسنیزه کېږي، چې دغه کمېسیون په راتلونکو دوو کلونو کې د ولسمشرۍ، ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې مخکې لري.

د ولسي جرګې د کار موده کال وړاندې پای ته رسېدلې؛ خو د امریکا سره د شوې هوکړې له مخې تراوسه په واک کې پاتې ده.

له بل لوري د طالبانو بریدونه ورځ تر بلې زور اخلي او د چارو کارپوهان وايي، که امنیتي حالت سم نه شي، نو راتلونکې ټاکنې له امکانه لرې خبره ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x