لمر او د کلیسا تنګ نظري

مفتي احسان الله…

لمر د لمریز نظام مرکزي ستور دی ، تقریبا کروي الشکل دی ، ځکه د خط استوا او د قطب د قطر يې 10 /کم فرق دی ، د کوکب الأسد لور ته د لمر د حرکت سرعت په یو ساعت کې 370 /کم دی ، د زمکي نه يې درمیانه مسافه تقریبا 149.6 ملیونه /کم ده (دې اندازې ته په فلکي ژبه کې وحدت فکي ویل کیږي) ، خو د اوج نه د حضیض لور ته د زمکي د حرکت له امله په دې مسافه کې تفاوت را تلای سي ، په دغه مسافه کې د لمر نه تر زمکي رڼايې په 8 دقېقو او 9 ثانیو کې رسیږي .

لمر د زمکي پر خلاف نرم او غازي دی ، نو ځکه يې پر خط استوا د ګردش سرعت تر قطبې هغه زیات دی ، د لمر هغه رڼايې چې په سترګو ښکاري ، هغې ته غلاف ضوئي یا رڼايې خول ویلکیږي .

د لمر په مرکز کې د حرارت درجه 14 ملیونو ته رسیږي ، او د سطحي حرارت يې 5.500 درجې ده ، د لمریز خول (البقع الشمسیة) د حرارت درجه 4.000 ده ، او د لمر د لمریز طاقت درجه 390 ملیاره ملیاره ميګاواټه ده.

ماهرین وايې : چې د لمر څلورو خواو ته چې د لمر حرارت خپريږي ، د دې ډیره کمه برخه   زمکي ته رسیږي .

د لمر قطر : 866500 او د ځینو پوهانو په آند بیا 865380 میله دی ، او حجم يې د مجموعه نهو 9 ستورو نه 700 چنده ستر دی ، لمر د دریالس 13 لکو زمکو سره برابر دی ، د قدیم یونانیانو په خبره لمر د 166 یا 326 زمکو سره مساوي دی ، لیکن دا خبره نا سمه ده ، لمر د زمکي په رکم کثیف او کلک نه دی ، د اهایو Ohio د علم فلک پروفیسر (باربرا رايدن) په قول : د لمر کثافت د اوبو تر هغه 40٪ زیات دی ، متوسط کثافت يې په یو متر مربع کې 1400 کیلو ګرامه ده .

د لمر پر مخ تور داغونه :

د دغو د ګردش له امله مشهور فلک پوه ګلیلیو د لمر محوري حرکت معلوم کړ ، په دغو داغو کې تقریبا په هر یولس کالو کې لوی لوی طوفانونه او انقلابونه راځي ، چې د زمکي پر کره يې هم اثر خورځي ، په 1947 م کال کې د لمر پر سطحه یو ډیر لوی طوفاني موج را پورته سو ، چې په یو ساعت کې د 400,000 میله په رفتار سره ، تقریبا په نیم ساعت کې 250,000 میله پوري لوړ سو ، دا بلند ترین موج و .

د کلیسا د تنګ نظري له امله چې کله ګلیلیو د لمر د داغو نظریه نشر کړه ، نو د زندیق حکم يې ورباندي ورباندي ولګاوی ، او په بند يې محکوم کړ ، کلیسایانو ویل : چې ګواکي دا د دوی پر خدای داغ او د انبیاو علیهم السلام د تعلیماتو خلاف خبره ده ، خو بالعکس اسلام یو عالمګیر او وسیع الأصول دین دی ، د یو ستوري پر مخ تور داغ دا د الله پر عظیم قدرت باندي قوي ګواه دی .

6 تبصرې

  1. السلام علیکم ورحمت الله
    همداسې ده مفتی صاحب.
    یو وخت مې د ځمکې او کایناتو د پیداښت او عمر په اړه یو کتاب، چې د 39 کتابونو خلاصه او نتیجه ګیری وه ، چې په انګیسی علمی اصطلاح کې ورته دکتابونو یا ساینسی مقالو Review وایی ، ولوست. او دا ارزونه هم د امریکا د دولت له خوا وه. تر څو د مکتبونو او کالجونو په نصاب کې صحیح معلومات شامل کړی.
    لیکوال چې د امریکا یو پروفیسور وه او خپله به یې هم شاید په خدای ( عیسویانو او یهودو په څیر) عقیده درلوده.
    د ملحدینو او د خدای په وجود او خلقت د باور لرونکو ( د عیسویانو او یهودانو په څیر ) 39 کتابونه مطالعه او کره کتنه کړیوه.
    خپله فیصله او ارزونه کې يې د عیسویانو او یهودو علماوو ، د ځمکې او اسمانونو د عمر دعوه له حقیقته لرې بللې وه . کومې تحریف سوی اوغلطی خبری چې د ځمکې او کهکشانونو د عمر، خلقت او یا نورو خصوصیاتو په اړه د هغو په کتابونو کې موجودې دی د ساینس او ثابتو علومو او اصولو سره په ټکر کې دی . د creationist and evolutionist د کتابونو تر منځ یې د creationist کتابونه او محاسبې یې غلطې او تیرایستونکې ښودلې وې . ځکه دوی کوشش کاوه ، لکه څنګه چې يې دین تحریف کړ، غوښتل یې ساینسی اصولو او محاسباتو کې هم ټګی او دروغ وکوی او خپله تحریف سوې او غلطې خبرې ورباندی ثابتې کړی.
    خلاصه : هر هغه څه چې د دین تر نامه لاندې الله تعالی ته په ظلم او دروغو منصوبیږی ( هغه چې د الله تعالی له طرفه نه وی تحریف او جعل وی ) هغه د سقوط او رسوایۍ سره مخ کیږی.
    والله اعلم
    وسلام
    په درناوی
    محمد عابد انورزی
    توکیو

  2. بښنه غواړم
    د عمر اندازه ( دری یا دوه لکه کال)، چې ځمکه څو کلنه ده! څومره کاله مخکې خلق سوې !!

  3. عابد صاحب یووار بیا

    السلام علیکم

    د ښه صحت او کامیابۍ غوښتونکی مو یم.

    ستا سو تبصره ما ته نوره حوصله هم را بخښي ، له تبصري مو ډیر غوښیږم ، ته پوهیږي چې د دې موضوع شایقین ډیر کم دي ، خو بیا هم ما يې لیکلو ته هوډ کړی دی . او د الله نه توفیق غواړم.

    او بل دا چې ستا تبصره کیدای سي زما د کتاب روخ بدل کړي ، چې په هر عنوان کې به ممکن له فکره وروسته د الله دقدرت نښو ته اشاره کوم ، ما د علم فلک موضوع هم تقریبا همدا بللي ده ، چې د الله پر قدرت علم راسي .

    د زمکي دعمر په اړه به دومره ووایم :

    چې د زمکي متعلق مي فصل مکمل کړی دی ، خو د عمر څیړینه مي هلته هم نا مناسبه وبلله ، ځکه چې بیلابیل اقوال په کې دي ، او زما د موضوع پوري ډیره تړاو هم نلري ، چې زیاته توجه ورکړم.

  4. الحاج استاذ بیانزی

    لیکونکی صاحب ( مفتی احسان الله که احسان محمود ) السلام علیکم !
    تاسو ته دی الله ج اجرونه درکړی. دا مه وایه یا مه لیکه چه ستاسی د لیکنو لوستونکی به کم وی ، کشکی دغه پانو لوستونکو شمیر ثبتولی ، ستاسی د لیکنو مشتاقان به تر ټولو زیات وی ، دا چه څوک یی په اړه تبصری نه لیکی ، تبصره دوه وختو کی لیکل کیږی :
    لمړی چه څوک یی په اړه مخالف نظر لری دوهم لکه دعابد صاحب په شان څوک ورسره څه معلومات زیاتوی .
    ستاسی د لیکنو په اړه په ځانګړی ډول زه کم معلومات لری نو تبصری به څرنګه ولیکی چه نه پری مخالف نظر لری او نه ورسره د زیاتولو څه لری .
    په مجموع کی زما ارزونه د ټولو کایناتو په اړه :
    لمړی : د کایناتو هغه برخه چه مونږ یی وینو ، مونږ مسه کوو او مونږ یی اورو ، دا هم له عجایباتو او حیرانتیاوو ډک دی سره د دی چه انسانان ورسره په مستقیم تماس کی دی تر اوسه یی په سلو کی یوه برخه لاسته راوړنی هم نه لری سل کاله دمخه خلکو فکر کولو چه تر تولو زیاتی لاسته راوړنی هغوی لرلی مګر نن مونږ فکر کوو چه دا پیړی تر ټولو زیاتی لاسته راوړنی لری مګر سل کاله وروسته نسلونه به مونږ ته کم عقل یا کم ظرفه وایی یعنی معلومات او پرمختګ به دومره ډیر شوی وی .
    دوهم : د کایناتو هغه برخه لکه زمونږ په شان عادی خلکو رسیدګی ورته ستونزمنه مګر د سیاینس او تکنالوژی په مټ ساینس دانان ورته پوره یا نیمه رسیدګی کولی شی ، دغه معلومات که په سلو کی سل د منلو وړ نه وی په سلو کی اتیا یا نوی برخی د منلو وړ دی، دیری کټی یی مونږ ته رسیدلی او رسیږی .یعنی معلومات او لاسته راوړنی یی تر ډیره د باور وړ دی او لا به نوری هم د باور وړ شی .
    دریم : هغه برخه د کایناتو چه ساینس دانان سره د وسایلو ورته رسیدګی نه شی کولایی ، په اړه یی فلسفی نظریات ( د ړندو غرګی ګذاری ) ورکوی ، ممکن کومه نظریه یا نظریات یی تصادفی سم وخیژی مګر ډیر یی فکر نه کوم چه سم وی. ډیر یی بیا د خپلو لیدلوری له مخی هغه او دغه نظریات ورکوی یعنی سانس د خبل لیدلوری تابع کوی لکه ځینی ادیانو چه هری ګډی وډی د خبلو تیرو علماوو په تایید لیکلی او لیکی . ځکه خو یی ادیان هم تر اخری کچی انحرافاتو کی لامپو وهی تر دی چه دینی باور یی له لاسه ورکړی یعنی دین ویل ورته ناروا معلومیږی .
    په هر صورت تبصره راڅخه بخښنه غواړم ، اوږده شوه .
    لمړ چه ډیر ورته د کایناتو محوری نقطه ګڼی او ډیر دا نظر هم ورکوی چه دیر نور کاینات او لمرونه هم شتون لری یعنی یو فلسفی نظر دی کیدی شی وی کیدی شی نه وی دعو دول نظریاتو ته د ړندو غرګی ګذارونه هم وایی ، حتی د لمر ځینی برخو په اړه د ځینو وسایلو په اړه سم معلومات مګر ځینی معلومات یی تر اوسه هم خیالی معلومات دی په ځانګړی شمیره یی چه دومره او دومره دی دا ټول د یوی ساینسی الی یا ماشین له مخی نه بلکه د قیاس له مخی دی کیدی شی سلو کی تر نیمایی کم سمون ولری .
    هعه څه چه پوره باوری شوی نه وی هغوی ته ساینسی لاسته راوړنی نه ویل کیږی ساینسی لاسته راوړنو کی شکونه او قیاسونه نه یا ډیر کم وی ، خیالی ارزونی د فلاسفه وو کار دی ، د فلاسفه وو نظریات اړین مګر کیدی شی ټول سم ، ټول ناسم او یا څه سم او څه یی ناسم وی مګر اړین په دی چه نور بیا د هماغه سمو او ناسمو نظریاتو په اړه څیړنی او پلټنی کوی او بلاخره اصلی مغز یا رښتینو حقایقو ته رسیږی . مننه

  5. الحاج استاذ بیانزی صاحب !
    وعلیکم السلام
    ډیره مننه
    واقعا ستاسو تبصرې ډیر مفیدي وي .
    او زه مو یو ځل بیا مننه کوم.

  6. د لا بریاوو په هیله مو
    موږ دې دا شان لیکنو سخت مینه وال یو.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.