د قربانۍ پسرلی

عرفان الله عرفاني

تاند یې ساته د قربانۍ پسرلی
خزان دې مشه د ځوانۍ پسرلی

پاس پرې ولاړ لکه غاټول دی جانان
ښکاري له ورایه په غونډۍ پسرلی

په جوش روان دی تسلسل د فتحو
شه مبارک د کامیابۍ پسرلی

که دې هېواد له اشغال وژغورلو!
لمانځو به بیا د خپلواکۍ پسرلی

ویرجن حالت ته د پای ټکی کېږده
راوله بیا د خوشحالۍ پسرلی

د اسارت تور زنځیرونه مات کړه
خوند کوي خوند د ازادۍ پسرلی

ماښام ته راشه د ماښام کلي ته
راوړه رڼا ورته سپوږمۍ پسرلی

د انقلاب د شپېلۍ غږ دې راځي
ښه بدرګه کړئ په شپېلۍ پسرلی

(عرفاني) زمونږه دې سپېرو دښتو ته
راوستی چا دی ترکيږدۍ پسرلی؟

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د