افغانستان

د پاکستان ولسمشر کابل ته راځي

نن ټکی اسيا: د پاکستان ولسمشرممنون حسين نن د پنجشنبې په ورځ د نوروز په مراسمو کې د ګډون په موخه کابل ته راځي.

دا په داسې حال کې د ملي امنيت وياند لطف الله مشعل وړمه ورځ رسنيو ته ويلي وه چې، د کابل سرينا په بريد کې د پاکستاني استخباراتو اي ایس ای لاس دی.

د پاکستان د ولسمشر له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې، ښاغلی ممنون حسين به د نوروز له مراسمو وروسته خپل افغان سيال حامد کرزي سره په يو شمېر مهمو سياسي او ټولنيزو چارو خبرې اترې هم کوي.

د يادونې وړ ده چې، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف هم د نوروز مراسمو کې د ګډون په موخه کابل ته راغلی او تر اوسه يې له ولسمشر کرزي سره  دپانګونې او ګمرکونو په اړوند پنځه تړونونه هم امضا کړل.

نن پنجشنبه د ولسمشرۍ په ماڼۍ ارګ کې د نوروز مراسم روان دي. د تاجکستان او او پاکستان د ولسمشرانو په ګډونو ډېر شمېر بهرني ديپلوماتان هم په دغه غوڼده کې د ګډون لپاره راغلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x