اشرف غني: د ټرمپ تګلاره په ټول زور عملي کوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۶): د ګډ حکومت مشر اشرف غني او اجراييه رييس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ليدو لپاره د بګرام پوځي اډې ته ورغلي او هغه ته يې ډاډ ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوې جګړه ییزه سټراټيژي به په ټول زور عملي کړي.

ریکس ټیلرسن په نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی او د ګډ حکومت چارواکي يې د خپلو ليدو لپاره د بګرام پوځي اډې ته ورغوښتي دي.

د جمهوري رياست ماڼۍ وايي، چې ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړی، چې د ډونلډ ټرمپ نوې سټراټيژي به په ټول زور عملي کړي.

کابل کې د امریکا سفارت هم وايي، چې ريکس ټیلرسن هم اشرف غني ته ویلي، چې افغانستان سره به د نوې سټراتيژي په عملي کولو کې هر ډول مرستې وکړي.

اشرف غني په داسې حال کې امریکا ته د نوې سټراټيژي د عملي کولو ډاډ ورکړی، چې د دغې سټراټيژۍ له اعلان وروسته، چې څومره د طالبانو پر ضد ځمکني او هوايي بريدونه زیات شوي، همدومره يې په مقابل کې هم طالبانو خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی او ګڼ شمېر سيمې يې لاندې کړي دي.

د چارو شنونکي وايي، چې طالبانو هم د ټرمپ د نوې سټراتيژي په مقابل کې خپل جګړه ییز تکتیکونه بدل کړي او کولی شي، چې هر ځای، هر وخت وغواړي پر مهمو دولتي ځايونو بريدونه وکړي.

د ولسي جرګې غړي عبدالرحيم ایوبي تېره ورځ اریانا نيوز سره په مرکې د وروستيو نا امنيو پړه د ګډ حکومت پر چارواکو او ډونلډ ټرمپ واچوله او ګډ حکومت يې د امریکا لاسپوڅی غلام وباله.

ښاغلي ایوبي وويل، چې اشرف غني او عبدالله پر افغان ولس د الله تعالی عذاب دي او دغه چارواکي نه د جګړې په ډګر کې د خپلو عسکرو ساتنه کولی شي، نه يې له مرګ وروسته کورنۍ ته جنازې سپارلی شي او سربېره پر دې د ګډ حکومت مسوولين بيا د دغو عسکرو له کونډو د جنسي اړيکو غوښتنې هم کوي.

د څارونکو په وینا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته د اشرف غني ډاډ يوازې هوايي لافې کېدای شي او شونې ده دې سره د مخالفينو غوسه نوره هم زیاته شي، چې ډېری قربانیان به يې هغه عسکر وي، چې د جګړې په لومړۍ کرښې کې وي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عابد
میلمه
عابد

اشرف غنی دویم مکناټن ده.
او بس خلاص

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

عابد صاحب ، زه ستاسی د دی مقایسی سره یو څو سلنه که نوافق ولرم سل په سلو کی ورسره توافق نه لرم او هغه داچه : میکناټن د انګریزی استعماری اروپا دتر ټولو لوی ظالم هیواد چه په مستعمرو کی یی لمړ نه ډوبیدلو یو مشهور ديپلومات چارواکی وو ، هڅه یی لرله چه افغانستان کی د وایسرایی به حیثیت کار وکړی یعنی زمونږ هیواد مستعمره تسلیم کړی او دی پکی د افغانستان د غلام حکومت د باسه حاکم وی یعنی د هری قوماندی مرکز دی وی او بس، کوم چه وزیر اکبر خان ورته د دایمی خروچی ویزه… نور لوستل »

محمد عابد
میلمه
محمد عابد

https://www.rt.com/document/59eef78ffc7e93de468b4567/amp/407632-invasion-war-africa-us
دا تبصره نه ده
تنها لینک مې درسره شریک کړ

سيد مصطفي
میلمه
سيد مصطفي

الله تعالي غني گنجي او ورسره مل تول كسان خپل په غضب گرفتار كي اللهم امين