افغانستان

کندهار : طالبانو د معروف له عسکرو ۳ بنديان سره صلیب ته سپارلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۶): طالبانو د کندهار ولايت د معروف ولسوالۍ تر نيولو يوه شپه وړاندي په ياده ولسوالۍ کې ۱۷ تنه افغان ځواکونه د جګړې په مهال ژوندي ونيول.

د ۱۷ تنه سرتیرو له جملې ۳ تنه يې د طالبانو له لوري چې زخميان وو سره صلیب نړيوالي ادارې ته د دوی په وينا د انساني کرامت له مخي ور سپارل شوي.

په معروف کې نيول شوي عسکر د طالبانو له لوري له قید او شرط پرته خوشي شوي.

طالبانو په خپل رسمي ويب پاڼي الاماره کې د ۳ تنه سرتيرو نومونه (( تور رازګل د شادګل زوی د خوست د لکړۍ اوسېدونکی ، زاهدالله د تاج محمد زوی او شريف الله د عبدالقدير زوی چې د ننګرهار ولايت د شیرزاد ولسوالۍ اوسېدونکی دی)) ياد کړي.

د يادوني ده چې طالبانو له دې وړاندي هم په څو څو ځله د حکومتي ځواکونو جنګي بنديان د طالب مشرانو له لوري په ځانګړي فرمانونو او د خوښيو په مراسمو کې خوشي کړي.

حکومتي رسنيو لا د دې موضوع اړوند څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x