افغانستان

ناټو: پوځي سامانونه پاکستان ته نه ورکوو

افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال ډان فورډ ويلي چې، خپل پوځي توکي او موټر به پاکستان ته نه ورکوي.

جنرال ډان فورډ د ملي امنيت له سلاکار ډاکتر سپنتا سره په خپلو خبرو کې و ويل چې، که افغان ملي اردو د دغو سامانانو د کارولو توان لري دوی ته به يې ورکوي، په بل صورت کې به يې بيرته امريکا ته وړي.
وړمه ورځ د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبر پاڼې په خپرولو ويلي وو چې، دوی به کوښښ وکړي تر څو امريکا دې قايله کړي چې، خپل پوځي توکي پاکستان ته ورنکړي، ځکه پاکستان به دغه پوځي سامانونه د هند پر خلاف کاروي.

ديادونې وړ ده چې، څو ورځې مخکې د پنټاګان لوړ پوړي افسرانو له پاکستاني چارواکو سره په خپلو خبرو کې ويلي وه چې، له افغانستانه د وتلو پر مهال به خپل پوځي سامانونه پاکستان ته ورکوي، خو افغان او هندي چارواکو د امريکا د دغې فيصلې په اړه خپل خپګان څرګند او ويې ويل چې، امريکا بايد خپل پوځي موټر او سامانونه پاکستان ته ورنکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x