ټولنیزه برخه

اووه مهم قوانین

ژباړه: عطا محمد میاخېل   

۱ ـــ د مشخصې موخې ټاکنه او هغې ته د رسېدو له پاره، هڅې او کوښښونه.

۲ ـــ خپلې موخې ته د رسېدو له پاره، د مشخص وخت ټاکل. که چېرې په ټاکلي وخت کې مو هغه کار ترسره نه شو کړای، له سره د بیا پیل له پاره، نوی پروګرام طرحه کړئ او د ځان له پاره نوی وخت وټاکئ.

۳ ـــ خپل خوندیتوب او اغېزې ته د رسېدو له پاره، خپلو فزیکي لومړیتوبونو ته ارزښت ورکړئ، ترڅو د کار له پاره کافي انرژي ولرئ، په دې ترتیب، خپل د کار او خوراک وخت تنظیم کړئ، ترڅو په ګنګسیت او لوږې سره کار ونه کړئ. په کافي اندازه استراحت وکړئ او هېڅکله له خپل توان څخه زیات، له خپل بدن څخه کار مه اخلئ، ځکه کوم کار، چې په ستړیا سره ترسره شي، پایله به ونه لري.

۴ ـــ د خپلې روحیې د پیاوړتیا له پاره قوانین ولرئ. د بېلګې په توګه: د ورځې په اوږدو کې، د هغو کارونو په ترسره کولو سره، چې تاسو ته انرژي درکوي، ځانته روحیه ورکړئ. خپلې د خوښې وړ موسیقۍ ته غوږ ونیسئ، له خپلو دوستانو سره تګ را تګ وکړئ، په سفر لاړ شئ، یو تود څکاک وڅکئ، ترڅو ستړیا مو له بدن څخه بهر شي او په ښې روحیې سره دوام ورکړئ.

۵ ـــ په خپل ژوند کې، په منظم ډول د یوه ورزش د ترسره کولو له پاره، قانون را منځته کړئ. په اوونۍ کې لږ تر لږه، درې ورځې خپل د خوښې وړ ورزشي صنف ته لاړ شئ ترڅو په ډله ایزه توګه او په غوره پایلې سره ورزش وکړئ، په ورزش کولو سره به ښه او روغه روحیه ولرئ.

۶ ـــ په مالي چارو کې د نظم لرل؛ دا یو له مهمو مواردو څخه دی، چې باید په اړه یې ځانګړی نظم په پام کې ونیول شي، د دې له پاره باید خپلې ګټې ته په پام سره، د میاشیني لګښت له پاره، یوه اندازه پیسې په پام کې ونیسئ او یوه اندازه پیسې پس انداز کړئ. د دې نظم په ټینګښت سره، په ډېره کمه موده کې به مو د پام وړ پیسې پس انداز کړې وي او د ګټې او لګښت ترمنځ به مو قانوني نظم ټینګ شي.

۷ ـــ د هغو کارونو د ترسره کولو له پاره، چې په راتلونکو ورځو کې به یې ترسره کړئ، د نظم لرل، ډېر ارزښت لري. دا کار د شخصی انضباط د ټینګښت یوه بله تګلاره ده، د دې له پاره د یاد داښت یوه تاریخ لرونکې کتابچه ترتیب کړئ او هره ورځ هغه کارونه یاد داښت کړئ، کوم، چې سبا یې ترسره کوئ. د بېلګې په توګه مهمې ټیلیفوني اړیکې، مهمې لیدنې کتنې، له دې کارونو څخه د هریوه له ترسره کولو وروسته په وړاندې یې د ټیک مارک نښه کېږډئ، ترڅو ډاډه شئ، چې هغه کار ترسره شوی دی.

اوس نو د دې انضباطونو له را منځته کېدو وروسته، تاسو د دې تګلارو په دوام باندې عادت شوي یاست او په یوه منضبط کس به بدل شئ، چې خپل کارونه د حساب او کتاب له مخې ترسره کوي. تاسو به ښه حالت او وضعیت ولرئ، نور نو د کمزوریو په اړه فکر نه کوئ او په یوه مثبت فکر لرونکي فرد باندې بدلېږئ. په ځان باندې د باور کچه مو لوړېږي او خوشاله به وئ. نور به ستاسو ډېر درنښت کوي او په تاسو باندې به حساب کوي.

هغه څوک چې په خپل شخصي ژوند کې نظم او انضباط لري، نو هرو مرو به په خپلو نورو کارونو کې هم بریالی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x