خبرونه

ولسمشر غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ هند ته ورسېد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ لړم، ۱۳۹۶):د ګډ حکومت مشر اشرف غني نن د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته رسېدلی دی.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه یوه ورځني سفر کې به ولسمشر غني د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي، د هند د ولسمشر رام نات کوویند او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره کتنې ولري او د افغانستان او هند د اړیکو پر پراختیا به خبرې وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، نن له غرمې وروسته به ولسمشر غني د نوي ډیلي په «ویویک انندا نړیوال بنسټ» کې وینا هم واوروي.

له ولسمشر غني سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته نرګس نهان، د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر رییس عبدالسلام رحیمي، د ولسمشر سلاکاران اجمل احمدي، فرخنده زهرا نادري او شهرزاد اکبر ملتیا کوي.

غني داسې مهال هند ته سفر کوي، چې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن بګرام ته راغلی او د ګډ حکومت لوړ پوړو چارواکو ورسره ولیدل.

هند د ټرمپ د نوې ستراتېژۍ هرکلی کړی او په سیمه کې د افغان دولت تر ټولو ډېر ملاتړی هېواد یادېږي.

هند په تېرو شپاړس کلونو کې له افغان دولت سره دوه میلیارده ډالر مرسته کړې او هر کال سلګونه افغان ځوانانو ته په هند کې د وړیا زده کړو بورسونه هم ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x