افغانستان

د «تمدنونو ټکر» د «نوم چومسکي» له نظره

د سړې جګړې له پای سره امريکايي سياستپوه سموېل هنتنګتن د تمدنونو ټکر نظريه ورکړه. لومړی يې په یوه لکچر کې او بیا په Foreign Affairs مجله کې د  Clash of Civilizationsیا د تمدنونو ټکر په نامه يوه مقاله خپره کړه. د مجلې مدير وايي چې پر مقالې په درې کالو کې دومره بحث وشو، چې له ۱۹۴۰ میلادي راپه دې خوا په هېڅ بلې مقالې دومره بحث نه و شوی. په اسلامي و غربي نړۍ کې مفکرينو په دغې نظريې خپل نظرونه ورکړل. کله چې موضوع توده شوه، ليکوال خپل نظريه د يوه کتاب په شکل وړاندې کړه

. جالبه دا ده چې د کتاپ پر پوښ، د امريکا دوو سترو پاليسي جوړوونکو نظرونه دي. هنري کسنجر او برژنسکي، دواړه د کتاب پر اهمیت غږېدلي. دغه موضوع په همدومره بحث ارزېده، ځکه هنتنګتن د خپل شاګرد فوکویاما دا نظر چې د هېګل د فلسفې پر اساس، تاريخ پای ته رسېدلی او سنتسز به –چې د دوی په نظر غرب دی- به پر نړۍ حاکم وي، رد کړی. هنتنګتن وايي چې نور به جګړه د اقتصاد و آيډيالوجۍ پر اساس نه، بلکې د تمدن و دين پر اساس وي.
د هنتنګتن له نظره به راتلونکې جګړه د غرب و پاتې نړۍ تر منځ وي. په پاتې نړۍ کې دی اسلام او چين ته د راتلونکی تهديد په سترګه ګوري.
مشهور امريکايي فيلسوف نوم چومسکي چې د امريکا استعماري او ظالمانه سياست غندي، د تمدنونو ټکر په هکله، په يوه غونډه کې چې د خلکو حقوقو په هکله په ۲۰۰۱ ميلادي کې کال جوړه شوې وه، وپوښتل شو. د نوم چومسکي نظر راته ډېر په زړه پورې ښکاره شو، نو ومې غوښتل چې له تاسې سره يې شريک کړم.
چومسکي وايي چې د سړې جګړې پر مهال، امريکا او شوروي اتحاد چې څه ظلمونه کول، سړه جګړه يې بهانه وه. که شوروي شرقي برلېن ته ټانګونه لېږل، سړه جګړه يې ښه بهانه وه او که امريکا جنوبي ويټنام اشغالاوه همدا سړه جګړه يې بهانه وه. که سړی د جګړې عوامل وګوري، ټول د دوی کورني موضوعات وو او له بهانې سره يې هېڅ اړيکه نه وه. د دوی د قساوتونو اصلي ريښه د دوی ګټې وې، خو سړه جګړه يې لاسپاک و او خلکو ته يې ويل، د مقابل لورې نه د ځان د دفاع په خاطر مې کړي!
کله چې شوروي اتحاد لمنځه لاړ، بهانه هم ختمه شوه. بیا نو دوی تر ډېرې مودې په بلې بهانې پسې ګرځېدل. د بهانې پيدا کول د رېګن د ادارې له پيل سره پيل شو. دوی پوهېدل چې د شوروي اتحاد بهانه تر ډېره دوام نه کوي. نو دوی وويل چې نور بايد نړيوال ترورېزم بهانه شي.
دا د ۱۹۸۰ومو کلونو کيسه ده او تر اوسه زړه په زړه ده. دوی اوس هم وايي چې باید د ترورېستانو په مقابل کې له ځانه دفاع وکړو. نو دوی د دې له پاره تر ټولو خطرناک نړيوال ترورېستي تنظيم جوړ کړ. چې خطرناک تروريستي کارونه يې په مرکزي امريکا او جنوبي افریقا کې ترسره کړل.
په کومې طريقې چې سرمایه دارانو نړۍ پرمخ بېوله، اوس هم هماغه طريقه ده او مقابله به هماغسې وي، لکه څنګه چې مخکې وه. چومسکي دا ردوي چې اسلامي تمدن او بنسټپالنه دې غرب او خصوصا امريکا ته تهديد وي، دی وايي، که داسې وي، امريکا ولې تر ټولو ډېر بنسټ پال حکومت، سعودي عربستان سره ملګرتيا کلکه لري؟ ځکه چې امريکا چې څه وغواړي، سعودي هماغه کوي او د امريکا د ګټې هېڅ مخالف کار نه کوي. سعودي د پيدايښت له ورځې همداسې و. نو که سعودي هره بنسټ پالنه کوي او له ښځو سره هر ډول تعامل کوي، آزاد دی!
امريکايان چې چا ته نړيوال ترورېزم وايي او په همدې بهانه يې د اسلامي نړۍ پراخه برخه اشغال کړې، د نوم چومسکي له نظره همدا خلک امريکا جوړ کړي دي. دوی سي آي اې د همدې ورځې له پاره جوړ کړي. امريکا ولې صدام حسين پسې شل کاله وروسته ورغله او په بې ځایه بهانې يې عراق وران کړ. ولې يې پخوا نه ورواناوه. صدام حسين د کردانو په مقابل کې ګيس استعمال کړ، خو چې د امريکا ګټې يې خوندي کړې وې، هېڅ خبره نه وه. کله چې صدام حسين د امريکا د ګټو مخالفت پيل کړ، بیا د ډله ييزې وژنې وسلو په بهانه عراق ته لاړه او صدام يې د تاريخ برخه کړ.
نوم چومسکي وايي، هو د تمدنونو ټکر شته، خو دا ټکر له هغه چا سره دی چې د غریب په نفع کار کوي. هغه که کاتوليک وي، که کمونېست او که بل څوک، مهمه نه ده. که تور وي او که سپين، دوی ورسره په ټکر دي او نه يې پرېږدي. غربي ترورېزم نړيوال دی. هر څوک چې د دوی د ګټو په وړاندې ودرېږي، دوی يې وژني.
د نوم چومسکي د نظر خلاصه دا ده چې د تمدنونو ټکر د امريکا د نورو پلمو په څېر یوه پلمه ده. امريکايان جګړه کوي، هر څوک چې د دوی د ګټو په مقابل کې ودرېږي، دوی يې نه پرېږدي او څوک چې يې ګټي خوندي کوي، ولو که سعودي وي، دوی يې ساتي او هېڅ مشکل ورسره نه لري. دی وايي چې اصلا د تمدنونو ټکر نه دی، د غرب د اهدافو پر سره له نورو سره جګړه ده. همدا ده چې امريکا هر کال د پوځ ته ډېره پراخه بوديجه ځانګړې کوي. آن که جګړه هم نه وي، د دوی بوديجه ډېره ستره وي، ځکه دوی پوهېږي آرام نه کېني.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x