نظــر

ستاره افغان د بې حيايي فابريکه، بندول یې غواړئ؟

“شيخ القران مولانا عبدالصبور ”

ايا خبر يئ چې بې حيايي د الله د عذاب پيلامه ده

لکه څرنګه چې الله جل جلاله فرمايلي:

إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ، وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُون وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ وَأَنَّ اللَّهَ رَءُوفٌ رَّحِيمٌ . (النور ايت ۱۹-۲۰)

ترجمه : بيشک هغه خلک چې دا خوښوي چې بې حيايي ( فحشاء) په مومنانو کې خپره شي، د هغو لپاره په دنيا او اخرت کې دردناک عذاب دی، الله جل جلاله پوهېږي او تاسو نه پوهېږۍ که د الله فضل او رحم درباندې نه وی او داچې الله جل جلاله ډېر مهربان او شفقت کونکی دی.

يعنې که د الله جل جلاله مهرباني ، رحمت او فضل درباندې نه وای نو تاسو به يې په ډيرو سختو عذابونو ګرفتار کړي واست .

ګرانو وروڼو! نن موږ په ډيرو مشکلاتو کې ګير يو،

روزانه وژل کېږو، زخميان کيږو، بمباريانې راباندې کېږي، انفجارات مسلسل روان دي، د بې پيلوټه کڼې وړندې بمبارۍ هم روانې دي،

نه مونږ نه زمونږ حکومت د اجتماعې توبې، الله جل جلاله طرف ته رجوع ، او له خدای نه دعاء لوري ته متوجه کېږو.

نه مو تلويزونونه متوجه کوي، نه راديوګانې، نه د دولت مشران دي خواته متوجه کېږي، توبه ، دعا او الله ته عذر زاري خو لاپرېږده، موږ مسلسل د الله قهر اوغضب ته دعوت ورکوو، فحاشي او بې حيايي د الله قهر او غضب ته د دعوت ورکولو معنا لري.

که دا بې حيا رسنۍ وي او دا بې کفايته حکومت وي، نو الله دی خير کړي چې نور څومره عذابونه به راباندي راشي.

د نبي ﷺ صحيح حديث دی چې په کوم قوم د نيکۍ امر او له بدۍ نه د منع کولو احساس او جذبه ختمه شي هغه قوم د الله په عذاب ګرفتارېږي.

نو راځئ قدرمنو دستاره افغان د ګنده برنامې په ضد کلک ودريږو او د هرات د علماوو له غږ سره غږ يو ځای کړو، تر څو د دې ګنده برنامې مخه ونيسو او خپل ملت د الله جل جلاله له عذاب نه وژغورو.

د مختلفو سروي ګانو له لارې دا جوته شوي چې اکثره افغانان د ستاره افغان برنامې خلاف دي او د حکومت نه د يادی برنامی بندولو غوښتنه کوي!

ايا تاسې هم ددی برنامې بنديدل غواړئ؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

هر څوک چې په زړه کې یی ډیر لږ ایمان وی حطما به د داسی برنامو او پروګرامو بندول غواړی په هره وسیله چې وی – او که ایمان نه لری هغه به نو دا پروګرامو ته نڅا او ایشلی کوی – مړه دی وی د دین دښمنان او فحشا خپروونکې

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x