fbpx
ټول وژل شوي کسان یو تربله وروڼه او د تره زامن دي

ننګرهار کې امریکایانو د یوې کورنۍ ۷ غړي په یوځايي ډول ووژل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ لړم، ۱۳۹۶): د ننګرهار ولایت په غني خیلو ولسوالۍ کې امریکايي پوځیانو د عامو وګړو په کورونو خونړۍ چاپه وهلې.

تېره شپه د یادې ولسوالۍ د نه ویشتمې ویالې په سیمه کې بهرني عسکر د ولسي افغانانو په کورونو وراوښتي، خلک یې وژلي، وهلي او ډبولي، بندیان کړي، د کورونو دروازې یې ورماتې کړي او قیمتي توکي يې چور کړي.

په دغې چاپه کې امریکایانو د یوې کورنۍ ۷ غړي په یوځایي توګه ووژل، چې ټول په خپلو مینځو کې وروڼه او د تره زامن وو.

د راپورونو پر اساس، د یوه تره ۳ زامن، د بل هم ۳ زامن او د دریم تره یو زوی وژل شوی. نوموړې کورنۍ په سیمه کې په دهقاني بوخته وه.

هېره دې نه وي چې په یاده خونړۍ چاپه کې دولتي عسکرو هم د بهرنیو پوځیانو مرسته او همکاري کوله.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پيښه غندلې او هغه یې «د امریکايي وحشي اشغالګرو او مزدورانو ظلم او جنایت» بللی.

په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو، دولتي چارواکو او د ننګرهار مدني فعالانو د دې پیښې په اړه چوپتیا غوره کړې او تر دې مهاله یې غبرګون نه دی ښودلی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د