افغانستان

روزګان : د چهارچينو پر مرکز او امنيه قومندانۍ جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ لړم، ۱۳۹۶): د روزګان ولايت د چهارچينو ولسوالۍ پر مرکز ، امنيه قومندانۍ او امنیتي پوستو د طالبانو له لورې بريدونه شوي.

بريدونه چې تېره شپه شاوخوا لس بجې پيل شوي لا پای ته نه دي رسيدلي.

له سيمي نه نن ټکي اسيا ته يو تن عيني شاهد زین الله د تيري شپې د جګړې په اړه داسي وويل: (( پرون ماخستن طالبانو د چهارچينو پر مرکز سخت جنګ وکړ ، آوازه وه چې طالبانو د ولسوالۍ مرکز ونيوی خو خبره لا نه وه ریشتا سوې چې د ولسوالۍ مرکز ته الوتکي را ورسېدې او طالبانو جګړه ودروله)).

د زین الدین په وينا طالبانو د ولسوالۍ ډېره برخه لاندي کړه او غوښتل يې ولسوالي سقوط کړي خو په وړاندي يې بمبارکوونکي الوتکي خنډ شوې.

دولتي چارواکو لا د چهارچينو د بريدونو اړوند رسماً څه نه دي ويلي خو امنيتي چارواکو ته نژدې سرچيني وايي چې د تيري شپې په جګړه کې د ملي اردو او پوليسو ۱۵ سرتيري وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

طالبان چې د بريد مسؤليت مني وايي: تېره شپه يې د چهارچينو پر مرکز ، امنيه قومندانۍ او امنيتي پوستو د بريدونو په مهال ۲۲ تنه امنيتي سرتيري وژلي او د ۷ پوستو په شمول يې ګڼ شمېر مهمات هم نيولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x