افغانستان

په ارګ کې د نوروز د جشن مراسم ترسره شول

نن ټکی آسیا: لکه څرنګه چې له وړاندې ټاکل شوې وه، چې نن به د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د نوروز نړیوال جشن ونمانځل شي،سهار دغه مراسم رسما پیل شول.
 افغان چارواکي وایي د نمانځنې په دې مراسمو کې د ګاونډیو هېوادونو د ولسمشرانو په ګډون د سیمې د هېوادونو یو شمېر استازي ګډون کوي، په دې لړ کې د تاجکستان، ایران او پاکستان ولسمشران کابل ته رسېدلي دي.

نن سهار وختي، په ارګ کې د نوي کال په دغه مېله کې د افغانستان له بېلابېلو برخو هنرمندانو ځانګړې دودیزې جامې اغوستې نڅاوې او اټنونه کوي.په افغانستان کې د کال لومړۍ ورځ د (نوروز مېله) په نندارو وړاندې کولو او موسيقۍ پیل شوه.
په ارګ کې د نن په دغو ترسره کېدونکو مراسمو کې د ګډونوالو شمیر شاوخوا دوه زره دی.
 له وړاندې ټاکل شوې وه چې د نوروز نړیوال جشن سږ کال د کابل په پغمان ولسوالۍ ونمانځل شي، خو ظاهرا د یادې ماڼۍ د رغنیزو چارو نېمګړتیا او امنیتي ګواښونو دغه مراسم له پغمانه ارګ ته په لېږدولو اړ کړل.
د نوروز جشن لمانځلو پرورځ کابل کې زیاتره لارې تړل شوې او سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x