fbpx

د يوې درد منې عراقۍ مور او د هغې د زوی قيصه

ژباړه: عبدالرحمن محمود

مور يې ډيره ورڅخه ناراضه وه، قصد يې وکړ چي پخلا يې کړي، له ځانه يې راضي کړي، ور ږغ يې کړه أى موري نن ماښام به روژه مات ته څه پخه وي؟

مور يې په جواب کي ورته وويل زهر درته پخوم، ځوى يې په خندا ور غبرګه کړه چي ستا د لاس زهر هم ماته ډير محبوب دي أو خوند راکوي، مور يې ورته وويل له مخه مي ليري شه، ځوى يې ورته وويل سمه ده خو يوار وخانده، مور يې ورته وويل ولاړسه ما وو خپل کار سره پريږده، ځوى يې ورته وويل أى موري دومره غصه أو قهر!

مور يې ورته وويل نه غواړم چي مخ دي ووينم تر څو چي د مور وپلار سره زندګې أو ګذاره زده نکړې، ځوى يې ورته وويل سمه ده زه هم درڅخه مرور سوم أو نن روژه مات”افطار” هم نه درسره کوم.

ځوى يې له کوره ووت تر څو چي يو قيمتې توکى پيداکړى أو بيا خپل مورکۍ په خوشحاله کړي، ځکه چي دى پوهيدى چي دامي د مور د زړه خبرې ندې بلکي د يو لږ وخت لپاره راته غصه شوي ده.

له دوه ساعته وروسته چي د افطار وقت هم قريب شو، مورکۍ ئي پر خپله لور ږغ وکړ چي سترخوان أوار کړه، أو د خپل ځان سره يې وويل ” څومره غصه مي ورته وکړه، الله تعالى دي مي دده د پښو له خاورو ځار کړي، أو دده لپاره مي هم هغه خواړه تيار کړي دي چي دده خوښ دي، والله چي افطار هم بغير له ده څخه خوند نکوي ”
لور يې ور ږغ کړه، موري سترخوان باندي ډوډۍ کښيږدم و افطار ته پنځه دقيقې پاته دي، مور يې ورته وويل هو، خو ورورته دي تليفون وکه چي ژر راشي و افطار ته لږ وخت پاتي دى، أو دا مه ورته وايه چي ما تاته ويلي چي تليفون ورته وکه تر څو چي د مور په قدر پوه شي أو بخښه و غواړي.

لور يې تليفون ورته وکړ خو د هغه موبائل د بند جواب وايې، مور يې وويل الله جل جلاله دي په سلامتى سره خپل کورته راولي.

وخت د أذان شو خو ځوى يې رانغلى، مور يې روژه ماته کړه خو خپل په زړه کي وايې ” ځما د سترګو توره أو ځما روحه پوهيږم چي وږى يې، الله ج مي دي سترګې وباسي چي ته مي خوابدى کړي”

ناڅاپه د تلويزيون پر مخ باندي خبر ښکاره سو چي په کراده ” په بغداد کي يو ځاى دى” کښي چاودنه شوي، د مورکۍ زړه يې په درزا شو، د ډوډۍ ګوله يې په ستونې کي و دريدل، بيا يې چيغه کړه ” رام،رام” دايه د ځوى نوم وو.

خاوند يې ورته وويل چي څه دى چي د رام رام نعرې وهي؟ هغې ورته وويل چي رام هم له کوره خوابدى وتلى داسي نه چي……

لس منټه وروسته يې پلار ته تليفون راغى أو ورته وئي ويل چي له خبرٙوٙنې دي معذرت غواړم د رام دي الله جل جلاله شهادت قبول کړي.

مور يې وويل چي يا دا درواغ وايې هغه أوس راځې ځما لاس مچه وي أو ما خوشحاله کوي.

پلار يې له کوره ووت تر څو چي د خبرې حقيقت معلوم کړي، کله چي يې حال معلوم کړ کورته يې تليفون وکړ أو په ژړا ژړا يې ورته وويل چي هغه خو شهيد شوى دى.
د رام مور ورته وويل يا هغه ماته ويلي وه چي زه نن ستا څخه خفه يم روژه مات نه درسره کوم، هغه د خپلو ملګرو سره وتلى دى، تليفون يې خاموش کړ، مور يې چيغې کړي: أى ځما روحه په والله چي نه يم درڅخه خوابدي، فقط ژوند دي غواړم، هر څومره بد و رد راته ووايه خو دغه مه را أوروه چي رام شهيد شوى دى، زه درڅخه راضي يم، که ته راڅخه خوابدى يې د خپل سر په قيمت دي خوشحاله کوم.

مور يې د هسپتال په خوا روانه شوه أو هلته يې خپل خاوند د رام پلار وليد، ور ږغ يې کړه چي رام چيري دى، هغه ورته وويل چي په هغه أطاق کي په خپلو وينو کي غرق پروت دى، مور يې ور منډه کړه أو په وينو سور څادر يې وليد چي پر ځوى يې غوړيدلى دى، څادر يې پورته کړ چي ځوى يې شهيد پروت دى، مور يې ورته په ژړا کي وويل أى زما زړه زما روحه رازه روژه مات تيار دى، هغه خواړه مي تيار کړي دي چي تا غوښته، په دغه حالت کي د هسپټال ډاکتر را داخل سو چي په لاس کي يې د سرو زرو بنګړى دى أو دا حروف پر ليکلي دى ” رضاکي همي يا أمي ” هغه يې ورکړ چي دا موږ ستا د ځوى سره پيدا کړى.

مور چي يې بنګړى وليدى چيغه يې کړه أو خپل ځوى يې تر قميص و نيوه أو ورته کړه يې چي لامي نوره هم سوځوې، أى د خپلې مور روحه الله رب العزت دي د بدر أو أحد په شهيدانو کي راپورته کړه، مابخښلى يې.

دا د يو عراقي کورنى واقعي حال وو.

الله جل جلاله دي د مسلمانانو پر حال رحم وکړي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د