افغانستان

نیویارک ټایمز: یو ملاقات، دوه انځورونه، سل پوښتنې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ لړم، ۱۳۹۶): تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن افغانستان ته په ناڅاپي سفر راغلی و او د ګډحکومت مشران یې بګرام ته د ملاقات لپاره وروغوښتل او انځورونه یې ورسره واخیستل.

د ملاقات وروسته د ولسمشر اشرف غني دفتر او په کابل کې د امریکا سفارت د دې ملاقات په اړه خبرپاڼې خپرې کړې او دا ناسته یې ډېره ګټوره وبلله.

مګر د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وینا لویه ستونزه دا وه چې دغه ناسته په کابل کې نه ده شوې، بلکې د کابل څخه د موټر په رفتار ۹۰ دقیقې لیري په بګرام کې وشوه، چیري چې په زرګونو امریکایي ځواکونه میشت دي او د امریکا قوي پوځي اډه بلل کیږي.

د ورځپاڼې په وینا د ولسمشر دفتر غلط معلومات خپاره کړه او په حقایقو یې لوبې وکړي او دغه جعل کاري یې د انځورنو په پرتله کولو کشف شوه.

ارګ او امریکایانو په جلا جلا توګه د ملاقات انځورونه خپاره کړل، د دواړو انځورونو د پرتله کولو پر مهال معلومه شوه چې د ارګ په انځور کې ځیني شیان په فوټوشاپ لیري شوي.

په دواړو انځورونو کې ښکاري چې غني او ټیلرسن په یوې بې کړکۍ خونه کې ناست دي، د خونې په منځ کې میز پروت دی، پر هغه د چايو ترموز، دوه ګیلاسونه او د اوبو بوتلونه ایښي دي، شاته په دیوال باندې دوه تلویزوني سکرینونه نصب دي او د دواړو لوریو پلاوي یو تربله مخامخ ناست دي.

مګر د ولسمشر ماڼۍ «ارګ» له لوري په خپاره شوي انځور کې په دیواله باندې هغه نظامي ساعت لیري شوی چې امریکایي پوځ یې د نړیوال وخت معلومولو لپاره کاروي. همدا راز هغه سور رنګه بریښنايي زنګ هم نه مالومیږي چې د اور لګېدنې او خطر پر مهال وهل کیږي، تر څو دا حقیقت پټ کړي چې ناسته په امریکايي اډه کې شوې.

خو د امریکایانو له لوري په خپاره شویو انځورونو کې دیوالي ساعت او د خطر زنګ دواړه لیدل کیږي.

نیوریارک ټایمز ورځپاڼه وايي: «د انځور پر دې لوبه نه هم د ولسمشر اشرف غني دفتر تبصرې ته امادګې ښودلې او نه هم د ټیلرسن ټیم چې له افغانستان څخه نیغ په نیغه عراق ته ولاړل».

د انځور جوړونې او کمپيوټر ساینس یوه استاد «هنې فرید» نیویارک ټایمز ته ویلي: «په دې کې هیڅ شک نشته چې د ارګ څخه په نشر شوي انځور کې لاس وهل شوی».

ارګ خپور کړی – فوټوشاپ شوی
امریکایانو خپور کړی – اصل

نوموړي زیاته کړې: «په انځور کې غالبا د فوټوشاپ په واسطه لاسوهنه شوې، مګر کوم کار چې افغان حکومت کړی، په ډېر لږ دقت سره افشا کیږي».

که د مثال په ډول د تلویزونونو په منځ کې د برق تار وګورو، چې پورته ساعت او د خطر زنګ ته ورغلی، دا په بشپړه توګه له منځه نه دی وړل شوی، بلکي منځ کې پرې شوی او د دیواله په سطحه تری تم شوی دی، چې په عام ژوند کې پر دیوالونو داسي بې معنا برقي تار نه تیریږي.

نیویارک ټایمز وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په څېر شخصیت لپاره د امنیت ګواښ د فهم وړ موضوع ده، ځکه چې طالبانو د دفاع وزیر د راتګ پر مهال د کابل هوايي ډګر ۵۰ راکټه وویشتی، مګر دا چي حکومت د نوموړي سره د ملاقات په انځور کې لاسوهنه کوي، ډیری افغانان او نړیواله ټولنه د حکومت پر ادعاو شکمن کړي، څه معلومه ده چې ټول معلومات او لاسته راوړنې یې همداسي پر درواغو ولاړ وي؟.

ورځپاڼه کاږي: «که څه هم په انځور کې لاسوهنه اوس تازه کشف شوې، خو د افغانستان حکومت مخکې هم حقایق بدل کړي، چې یو کوچنی مثال یې دا دی، کله چې طالبان د یوې ولسوالۍ مرکز ونیسي، حکومت د ولسوالۍ مرکز بل ځای جوړ کړي او ادعا وکړي چې طالبانو ولسوالۍ نه ده نیولې، بلکي مونږ د ولسوالۍ ودانۍ بل ځای ته انتقال کړې ده».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شمس الرحمن عزیز

الله مو دی معاف کړی : یوه ناسته او دوه انځورونه دی ته د خلګو پام رااوړی چی دا ګډ حکومت په یو ناسته دملت سره دومره غداری چی په ټوله نړی کی ورته خلکو پام اړولی نو ایا دا د ټرمپکپاله حکومت به په آئنده کی دی غریب ملت سره وفا وکړی آیا دا حکومت به نور سومره غدارۍ کړی او په آئنده کی به سومره غدارۍ ورته په نیت کی وی غریت ملت خو نه پوهیږی خو باید نن دی نه عبرت واخلی لکه دانن چی په دنیا کی خلکو ته په جګو سترګو نشی کتلای یا الله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x