نظــر

دا کلیوال لکه چې مهدور الدم دي؟

جیلاني پښتون

په دې وروستیو کې د افغانستان د کلیوالو سیمو بیچاره افغانان چې له یوې خوا بیکارۍ او نیستۍ د تیښتې لوری ترې ورک کړی،له بلې خوا ژمی را روان دی او اشرف غني د نویو اقتصادي پالیسیو له امله د اولیه توکو قیمتونه له آسمان سره خبرې کوې، کلیوال غریب افغانان چې د وږیو اولادونو چیغې پسې دي د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو په غرض یي د ایران په خوا مخه کړې، خو په ایران کې وایي د مزدورۍ او کار داسې کاختي ده چې که مزدور کار افغانان ټول ژمی تر ټولو سخته مزدوري هم وکړي نو پسرلي ته به یې یوازې دومره پیسې ګټلي وي چې د قاچاقبر قرض ورباندې خلاص کړي.

خو د لوږې، فقر او مسکنت کیسه هغه پخوانۍ پدیده ده چې کلیوال افغانان ورسره بلد دي. هغوی تر اوسه د خپلې لوږې یا بي کارۍ له امله مظاهره نه ده را ایستلي، کلیوال به لوږه او غربت وزغمي مګر د اندیښنې خبره دا ده چې په وروستیو کې دحکومتي ځانګړو عسکرو او امریکایي پوځیانو لخوا د شپنیو عملیاتو او چاپو په نوم د کلیو د اوسیدونکو داسې بې رحمانه قتل عام شروع شوی چې د سړي زړه دردوي.

د دفاع وزارت وایي چې موږ هره شپه د دولت په مخالفینو پنځه تر لس عملیات کوو، خو په کلیوالو سیمو کې کومه رښتیاګویه معتبره رسنۍ نشته چې آیا په دې عملیاتو کې مخالفین وژل کیږي او که عام اولسي غریب کاره کلیوال؟؟

تر اوسه چې خو چې د دولتي شپنیو عملیاتو او امریکایي بمبارونو د کومو وژل شویو عکسونه رسنیو ته راغلي ټول غریب او بیچاره ولسي کلیوال معلومیږي. همدا تیره شپه امریکایانو او افغان سپیشل فورس عسکرو د ننګرهار په غني خیلو کې خاص عملیات کړي. ښایي دفاع وزارت به د خطرناکو طالبانو د وژلو دعوه وکړي. مګر واقعیت او مستند روایت دا دی چې هلته د یوې کورنۍ اوه تنه مټور، غریب کاره او له سیاسي لوبو بي زاره کلیوال قتل شوي دي.

زه وایم راځئ په دې مسئله لږ فکر وکړو!

اې د ښار سیاستوال، پانګوال، هټۍ وال، لیکوال او کوم بل واله!

اې د بشر د حقوقو، د ادب، د فرهنګ، د هنر او علومو او د تمدن، تهذیب او انکشاف شعار بازه !

آیا ته په دې خبر یې چې ستا د ښار له پیڅو لرې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې په غریبو او بیچاره کلیوالو څه تیریږي؟ آخر دغو عاجزانو کومه داسې ګناه کړې چې په داسې بې رحمۍ وژل کیږي؟ آیا د انسانیت او حقوق بشر په تله او ترازو کې ددې وینو لپاره هم کوم ځای او وزن شته؟ آیا د تمدن، ادب ا دموکراسۍ په مدینه فاضله کې دغو خړوپړو بیچاره کلیوالو ته هم د ساه ایستلو جواز شته او کنه؟

که دوی په مرګ محکوم وي. . . . که دوی د مضرو بوټو او حشراتو په شان ستاسو د انساني ژوند لپاره مزاحم او خنډ وي. . . . که دوی ستاسو د ماډرنیزم او روشنفکرۍ په قالب کې د ځاییدو وړ نه وي او تر بقاء یې حذف بهتر وي. . . . نو بیا لطف وکړئ په داسې ځورونکي تدریج یې مه وژنئ. تاسو خو د صنعتي اوښتون له امله اوس د قسماقسم وژونکو وسلو خاوندان یاست، هماغه د حفیظ الله امین رایه خپله کړئ چې ویل یې ۲۰ میلیونه وروستي پاتي افغانان باید قتل شي تر څو د ۵۰ زره مترقي نسل لپاره وطن آزاد شي.

او که دغه کلیوال عاجزان هم انسانان وي. درد او مرګ لري. خپلوان او قریبان لري. د وینې رنګ یې سور وي، له رګو یې اوبه نه بلکې وینه بهیږي. همداسې ژوند او ځواني لري لکه نور انسانان، نو بیا لطف وکړئ، لږ ددې روان قتل عام مخه ونیسئ.

لږ مو خپل انسانیت در په زړه کړئ. تاسو انسانان یاست، وحشي خوړونکي نه یاست، لږ مو هغه عاطفې کار واخلئ چې د ځان او خپلو همخیلانو په اړه مو له ظلم او زیاتي راګرځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx