د نن سرلیکنه

د مصري محکمې یوحیرانوونکی حکم – سرمقاله

نن ټکی آسیا سرمقاله: د تیرې شنبې په ورځ د مصر په جنوبي ښار المنیا کې یوې محکمې د دغه هیواد د ۵۲۹ کسانو داعدامولو حکم صادرکړ.

دغه کسان ټول د مصر د پخواني ګوښه کړل شوی ولسمشر ډاکټر محمد مرسي پلویان دی کوم چې د تیر کال په جولای کې د پوځي کودتا په وسیله له واکه لیري کړای شو.

د دغو محکو مینو په اړه ویل کیږي چې هغوی په قتل، او حکومت ضد تخریبي اعمالوکې لاس لري.

د تیر۲۰۱۳ کال د جولای له میاشتې راهیسې کله چې د دې هیواد منتخب حکومت د پوځي کودتا په ترڅ کې ړنګ شوی تر اوسه د اخوان المسلمین ګوند ۸۰۰۰ غړي وژل شوي، ۱۲۰۰۰ ژوبل شوی او تر ۲۳۰۰۰ زره زیات دپوځ لخوا بندیان شوي دي.

د مصري پوځ لخوا د رابعة العدویه په میدان کې د مرسي په اعتصاب کوونکو پلویانو باندې د برید پرمهال ۵۷۳کسان په یوه ورځ مړه او ۴۲۰۰ نور ژوبل شول ، داهغه ارقام دي چې د مصر د روغتیا وزارت لخوا تائید شوي، خو د اخوان المسلمین ګوند بیا دخپلو وژل شویو او ژوبل شویو غړیو شمیر ۱۸۰۰۰ کسان ښیئ.

د روانې میاشتې په ۱۷ نیټه د مصر دبشري حقونو خپلواک کمیسون په خپل رپوټ کې د پوځ په لاس د اخوان المسلمین ګوند دوژل شویو ، ژوبل شویو او نیول شویو په اړه تفصلي معلومات ورکړل او په یاد رپوټ کې ټول هغه تخلفات اوسرغړونې څرګندې کړې چې دتیر یوه کال په ترڅ کې مرسي د پلویانو په حق کې تر سره شوي.

خو دهیواد حاکم پوځي حکومت د دغه رپوټ تیاروونکي په پلوي تورن کړل او په رپوټ کې وړاندې کړل شوي ارقام یې له حقیقته لیري وبلل.

یواځي د مصر دبشري حقونو خپلواک کمیسیون نه ،بلکې دبشري حقونو نړیوالې کمیټې هم د مصري پوځ لخوا د اخوان المسلمین ګوند د پلویانو پرخلاف ناوړه چلند غندلی او هغه یې د انساني حقونو خلاف عمل بللی ، او همداراز دمصري محکمې وروستی حکم ټولو نړیوالو حقوقي سازمانونو غندلی او هغه یې د انسانیت پرخلاف یو اقدام بللی خو د مصر حاکم پوځي چارواکي او د هغوی انقلابي محکمې د دې پرځای چې له بشري حقونوڅخه اصلي سرغړوونکي محاکمه کړی بیا هم هغه څوک محاکمه کول غواړي چې د هغوي بشري حقوق تر پښو لاندې شوي،وژل شوي،ژوبل شوي،بندیان شوي او دوی په جبري توګه له خپلو سیاسي حقونو څخه محروم شوي وي.

دمعاصرو دیموکراتیکو تعامل هم پرهمدغه معیار ولاړ دی چې د نړۍ په هرګوټ کې چې هر څوک د غربي مصالحو پرخلاف ګام پورته کوي نو هغه به هم مجازات کیږي او هم به له خپلو ټولو بشري اوسیاسي حقونوڅخه محرومیږي.

نن ټکی آسیا – سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x