ټیلرسن ایله تر بګرامه . . . وۍ له ډاره

ذره بین

وایي پخوا د ننګرهار سرخرود کې متل و چې هر کس به کابل نه میرود اګر میرود تا پل چرخي . . . یعني هر څوک کابل ته نشي تلای او که ډیر تکړه شي نو ایله دې تر پل چرخي لاړ شي. مګر اوس وایي دې متل سیاسي شکل اختیار کړی او لږ بدل شوی دی تر دې چې امریکایان تر خپل منځ سره وایي چې : هر کس به کابل نه میره اګر میره تا بګرام . . .

خبر دی چې آبله ورځ د امریکا د خارجه چارو وزیر رکس ټیلرسن افغانستان ته ناڅاپه راغلی و، دا چې ناڅاپه راغلی و موږ فکر کاوه چې شاید د کندهار او هلمند په روډ به یې منظره کړې وي او طالبان به ورباندې خبر هم نه وي. مګر تازه افشاء شوي معلومات ښيي چې دا ځل ټیلرسن یو مخ د پخوانیو محتاطو امریکایي مشرانو ریکارډ مات کړ، هم ناڅاپه راغی او هم په نیمه شپه یوازې په بګرام کې کوز شو، له هغه ځایه یې ارګ ته ټیلفون وکړ چې هلئ راشئ ملاقات مې وکړئ نور نشم درتلای، وایي غني او عبدالله له خپل بار او بستر سره په موټرو کې سپاره شول، لاړل او په بګرام کې یې د امریکایي وزیر په میلمستیا کې شرکت وکړ.

د امریکا نیوریارک ټایمز لیکلي دي چې ټیلرسن غریب ګرم نه و چې یوازې تر بګرام لاړ او د کابل دیدن یې نصیب نه شو، وایي تر دې څو اونۍ مخکې چې د امریکا دفاع وزیر د کابل په هوایي ډګر کوز شوی و نو طالبانو په حساب شمیرلي ۵۰ میزایل ورباندې وتوغول او ماټیس په ځغاسته له میدانه تر ارګه ورسید. وایي ټیلرسن ویل چې په هغه شیخ فاني او زاړه وزیر یې پنځوس میزایل ضایعه کړل ما خو به ضرور سل میزایله وُلي، نو له وژلي ورور پرې ایښی ګومل ښه دی، دا یي کابل ته نه تللی، عین او غین خو هسې له خبرې مات دي په پټو سترګو خو به راشي.

وایي د امریکا د خارجه وزیر دا کار په تیرو اوولسو کلونو کې بي ساری دی، ځیني وایي چې د نوبل جائزې کميټه دې ټیلرسن ته سږ کال ضرور ددې ابتکار له مله جائزه ورکړي، خو دا نه ده معلومه چې جائزه باید د احتیاط وي او که د ډار نړیواله جائزه، خو اشرف غني او عبدالله ته باید ضرور د حاضرباشۍ او مړتتۍ نړیواله جائزه ورکړل شي ځکه هغه بل کال چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما بګرام ته راغلی و حامدکرزي یې د ورتګ امر ونه مانه او په ځواب کې یې ورته ویلي چې: ګرسره مې په خدای کې درولې! مګر عبدالله او اشرف غني د خارجه وزیر په تش میسکال د خیرخانې په کوتل په دومره ټاپ ګیر کې واوښتل او راواوښتل چې خلک ایله په دا بله ورځ ورباندې خبر شول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

اصلا طالبانو ورباندی د ویزو پابندی لګولی ، که کابل ته ځی باید دافغانانو له اصلی او خپلواک مقاومت ( طالبانو ) ویزه تر لاسه کړی که نه رابه شی خو ولاړ به نه شی

Agha khan
میلمه
Agha khan

اصلآ خبره دغه ده چه په جهانی او نړیواله سطحه باید. ع. او. غ یو
جایزه تر لاسه کړی. نو د دوی سره هیڅ یو اسلامی او انسانی د حور او خپلواک انسانی. صفت نه وه . نو ځکه اوس به نړیواله جایزه. د
بی غیرتی ، بهترینی غلامی ، چاپلوسی ، بی ننګی ، بی ضمیره او بی
وجدانه لوړه درجه جهانی جایزه نرلاسه کړی . او زه پر نړیوالو ږغ کوم
چه ددغی جایزی مستحق بل څوک نه دی بیله. ع ، او غ څخه